د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا له حکومته د یو وزیر د ګوښه کولو غوښتنه کړې ده


یو امنیتي سرتېری د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
یو امنیتي سرتېری د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا له لنډمهالي اعلاوزیره غوښتي دي چې د ټرانسپورټي او معلوماتي ټېکنالوژۍ چارو لنډمهالی وزیر شاهد خټک دې له دندې ګوښه کړي.

انتخاباتي کمېشن د جولای پر ۲۲مه پر خپل رسمي ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې دا غوښتنه یې د شنبې (خالي) پر ورځ په نوښار کې په یوه جلسه کې د خټک د برخې اخیستو او ورته د وینا تر کولو وروسته کړې ده.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر لا د کمېشن د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال شاهد خټک د جولای پر ۲۳مه مشال راډيو ته وویل چې په سیاسي یا انتخاباتي جلسه کې یې ګډون نه وو کړی بلکې د سلا مشورو لپاره یې غونډه کړې وه.

د خټک په وینا، تر اوسه ورته د انتخاباتي کمېشن یا حکومت له لوري لیک نه دی رسېدلی.

انتخاباتي کمېشن په بیان کې ویلي دي چې د پنجاب لنډمهالي حکومت ته هم وايي چې د وزیرانو به ګډون دې هېڅ حکومتي چارواکي ته په سیاسي غونډو او انتخاباتي کیمپېن کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

د پاکستان له قوانینو سره سم، لنډمهالي حکومتونه باید بې طرفه وي او د هېڅ ګوند ملاتړ یا په انتخاباتي کیمپېن کې یې مرسته نه شي کولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG