د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر انتظامیه وايي روژه کې یې د خوراکي توکو د بیو کنټرول لپاره اقدامات کړي دي


د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په زیاتره برخو کې د روژې په راتګ د خوراکي توکو بیې لوړېږي ـ انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په زیاتره برخو کې د روژې په راتګ د خوراکي توکو بیې لوړېږي ـ انځور له ارشیفه

د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې په روژه کې د خوراکي شیانو د معیار د څار او نرخونو د کنټرول لپاره یې ګامونه اخیستي او د شکایتونو مرکزونه یې جوړ کړي دي.

د خیبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثنا الله خان د مارچ پر ۱۲مه ناوخته مشال راډيو ته وویل چې په ضلع کې په خپل او د مرستیالو انتظامي مشرانو (اسېسټنټ کمېشنرز) دفترونو کې یې ځانګړې څانګې پرانیستې دي چې ۲۴ ساعته به فعاله وي او د خلکو شکایتونه به اوري.

هغه وویل، شکایتي څانګې یې د ضلعې په درېواړو تحصیلونو "باړه، جمرود او لواړګي (لنډي کوتل)" کې پرانیستې دي.

خان د خیبر له اوسېدونکو وغوښتل چې که "د نرخنامو یا د کوم بل څیز په اړه شکایت" لري نو کولای شي چې د خپل تحصیل ځانګړې څانګه خبره کړي چې چارواکي د ګرانفروشانو او غیر معیاري توکو خرڅوونکو پرضد اقدام وکړي.

ثنا الله خان زیاته کړه چې د توکو د ذخیره کوونکو خلاف هم کاروايي کوي او هڅه کوي چې په سرکاري نرخ خلکو ته خوراکي توکي ورسېږي.

په همدې حال کې د لواړګي د مرستیال کمېشنر ارشاد مومند دفتر د مارچ پر ۱۲مه په بیان کې ویلي دي چې د سرکاري نرخنامې د خلاف ورزۍ کوونکو دوکاندارانو ضد یې کاروايي کړې ده.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په زیاتره برخو کې د روژې په راتګ سره د خوراکي توکو نرخونه زیاتېږي چې حکومت ورباندې د نظر ساتلو لپاره نرخنامې جوړوي او په ځینو ځایونو کې د شکایتونو ثبتولو لپاره څانګې هم پرانیزي.

XS
SM
MD
LG