د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي په چاپو کې یې د خان محمد مري ښځه او ټول بچي خوشې کړي


د کوټې پرلت ګډونوال وايي، پر کېتراڼ د مقدمې تر دایرېدو او د مري د کورنۍ غړو کوټې ته تر لېږدولو پورې احتجاج نه ختموي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.
د کوټې پرلت ګډونوال وايي، پر کېتراڼ د مقدمې تر دایرېدو او د مري د کورنۍ غړو کوټې ته تر لېږدولو پورې احتجاج نه ختموي - د فبرورۍ ۲۱مې انځور.

د پاکستان رسنۍ وايي چې د لېویز ځواک سرتېرو د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د لټون عملیاتو پر مهال د کوهلو ضلعې د خان محمد مري ښځه، درې زامن او یوه لور خوشې کړي دي.

د لېویز ځواک یوه افسر شېر محمد مري د فبرورۍ پر ۲۳مه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې تر پټو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته یې یو تښتول شوی ماشوم له دوکۍ او دوه نور یې د بارکان او ډېره بګټۍ پر پوله د چاپې پر مهال خوشې کړل.

په همدې حال کې لېویز ځواک په بیان کې ویلي دي چې د لټون په عملیاتو کې د ۱۲۰ سرتېرو او افسرانو څلورو ډلو برخه واخیسته.

بیان وايي، عملیات د کورنیو چارو سېکرټر او د لېویز ځواک د مشر له لارښوونو سره سم شوي دي.

لېویز ځواک تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۲مه په بله چاپه کې د مري د ښځې، لور او زوی خوشې کولو خبر ورکړی وو.

د پاکستان رسنۍ د لېویز ځواک د چارواکو په حواله وايي چې سرتېرو په کوهلو، دوکۍ، بارکان او ډېره بګټي کې چاپې ووهلې.

رسنیو د خوشې شویو کسانو انځورونه هم خپاره کړي دي او جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې هغوی درېواړه له پولیسو او لېویز ځواک سره خوندي دي.

ډان ورځپاڼه وايي، د مري ښځه ګران ناز، د هغه ۱۷ کلنه لور او زوی د فبرورۍ پر ۲۲مه د بارکان او دوکۍ پر پوله د چاپې پر مهال خوشې شول.

لېویز ځواک د فبرورۍ ۲۳مې په بیان ویلي دي چې په چاپو کې یې څوک نه دي نیولي ځکه چې تښتوونکي وار له مخه خبر شوي ول او له هغو ځایونو څخه تللي ول نو ځکه سرتېري له هېڅ مقاومت سره مخامخ نه شول.

په همدې حال کې د بلوچستان پوليسو په بارکان کې د درو کسانو د وژنې په تور د خوړو او د نفوسو بهبود چارو صوبايي وزير عبدالرحمان کېتراڼ نيولی دی.

د کوټې پوليسو د فبرورۍ ۲۲مې شپې مهال په بيان کې ويلي دي چې له صوبايي وزيره یې پلټنې پیل کړې دي.

دا پرمختګونه تر هغې وروسته شوي دي چې د فبرورۍ پر ۲۰مه بارکان ضلعې ته نېږدې له یو کوهي څخه د یوې مېرمنې په ګډون درې مړي وموندل شول.

بارکان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته پرته ضلع ده.

د کوهلو ضلعې اوسېدونکي خان محمد مري د فبرورۍ پر ۲۱مه رسنیو ته ویلي چې وژل شوي د ده مېرمن او دوه زامن دي‌ چې محمد نواز او عبدالقادر نومېږي.

خو په داسې حال کې چې د نوموړي ښځه سرتېرو خوشې کړې، پولیسو ویلي دي چې د بارکان په پېښه کې یې تر مړینې وروسته د ښځې طبي معاینه کړې ده.

په کوټه کې د پولیسو ډاکترې عایشې فیض په بیان کې ویلي دي چې طبي معاینې ښوولې چې د وژل شوې عمر د ۱۷ او ۱۸ کلونو ترمینځ وو چې په سر درې مرمۍ ویشتل شوې وه.

نوموړې ویلي دي چې تر وژنې وروسته د هغې نجلۍ پر مخ او غاړه تېزاب اچول شوي چې هغه و نه پېژندل شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه مړی د چا دی او پولیس وايي چې پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.

په بارکان کې د مړو تر موندل کېدو یوه ورځ وروسته د فبرورۍ پر ۲۱مه مازیګر مهال په کوټه کې احتجاجي ناسته پیل شوه چې د فبرورۍ پر ۲۳مه هم دوام لري.

د اعلاوزیر له ودانۍ سره ناستو مظاهرچیانو د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې تر هغو چې د کېتراڼ پرضد مقدمه نه وي دایره شوې او د خان محمد مري ښځه او بچي کوټې ته نه وي لېږدول شوي، ناستې ته دوام ورکوي.

خان محمد مري او مظاهرچیان تور پورې کوي چې وژل شوي کسان له تېرو څو کلونو راهیسې د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ په شخصي زندان کې بند ول.

په دې اړه مو چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ سره تماس ونیوه نو هغه مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی هغه تور په "کلکه" ردوي. "چې کله هم د انتخاباتو وخت رانېږدې شي نو دا ډول بیانونه او تورونه زما پرضد پیل شي چې موخه يې زما بدنامول دي."

نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې باید پلټنې وشي او د تحقیقاتو پرمهال دی له حکومت او ادارو سره هر ډول کومک ته تیار دی.

اخوا پولیسو د فبرورۍ ۲۱مې شپې مهال په کوټه کې د کېتراڼ پر کور چاپه هم وهلې وه. پولیسو شپې په بیان کې وویل چې د کېتراڼ د کور تالاشي یې واخیسته خو هلته یې بندیان نه دي موندلي او څوک یې نیولی هم نه دی.

د بلوچستان حکومت د بارکان پېښې پلټنو لپاره یوه پینځه کسیزه ډله جوړه کړې او ورڅخه یې په یوه میاشت کې دننه د رپورټ وړاندې کولو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG