د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار ۹۸ سلنه کار بشپړ شوی دی


د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي ادارې ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري وايي، پر ډیورنډ کرښه یې د کټارو لګولو پروسه ۹۸ سلنه بشپړه کړې ده.

د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته په وینا کې د پوځ ویاند وویل چې له ایران سره هم پر پوله د اغزن تار لګولو پروسه روانه ده او تر دې مهاله یې ۸۵ فیصده کار بشپړ شوی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ ډریورنډ کرښه شاوخوا ۲،۶۰۰ کیلومیتره اوږدوالی لري.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې پر هغه کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي خو د هغه وخت د افغانستان حکومت او پښتنو ملتپالو ګوندونو د دې اقدام مخالفت کړی وو.

ملت پاله ګوندونه او ځایي خلک دریځ لري چې د اغزن تار لګول د دواړو خواو ولسونو ته د تګ راتګ او تجارت په برخه کې مشکلات جوړوي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې طالب وسلوالو هم پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو مخه ونیوله.

تېرو افغان حکومتونو په بيا بيا ويلي چې ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني خو پاکستان وايي دا په نړيواله کچه منل شوې پوله ده او اغزن تار د وسلوالو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره ورباندې لګوي.

په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو بريتانویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې دا کرښه هغه وخت په افغانستان کې دننه کښلې وه او د دواړو غاړو ولسونه يې سره وېشلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG