د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران عدلیې مشر: که مظاهرچیانو لاریونونه ختم نه کړل نو ورسره نرمي نه کوي


دا انځور د جنورۍ پر شپږمه په تهران بازار کې د مظاهرې له یوې ویډيو اخیستل شوی دی.
دا انځور د جنورۍ پر شپږمه په تهران بازار کې د مظاهرې له یوې ویډيو اخیستل شوی دی.

د ایران د عدلیې مشر یو ځل بیا مظاهرچیانو ته خبرداری ورکړی دی چې لاریونونه پای ته ورسوي.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګه راډیو فردا وايي، د قضا مشر غلام حسین محسني اژه يي لاریونوال "بلوه ګر" بللي او ګواښ یې کړی چې که څوک سړکونو ته وروځي، نو "د دښمنانو اهدافو پوره کولو لپاره" به عمل کوي او ورسره "د نور نرمښت لپاره ځای نه شته."

نوموړي د جنورۍ پر اوومه د لاریونوالو پر وړاندې د پولیسو او امنیتي ځواکونو اقدامات وستایل او دعوه یې وکړه چې حکومتي مامورانو د خپلو دوو کارکوونکو پر وژل کېدو سربېره ورسره "په تدبیر چلند" کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې مظاهرې ۱۱مې ورځې ته داخلې شوې دي او پکې د یوشمېر رسنیو او بشري حقونو د ډلو په وینا، لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې په ډېریو مواردو کې حکومتي سرتېري هڅه کوي چې د مظاهرچیانو د منتشرولو لپاره ورباند مستقیمې ډزې وکړي.

په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد په پیل شویو مظاهرو کې د مرګژوبلې او ګرفتاریو شمېر په زیاتېدو دی. د بشري حقونو ناروې مېشتې ډلې هنګاو ویلي چې په هغه هېواد کې تر اوسه تر ۱،۰۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

په همدې حال کې ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د خلکو جایزې غوښټنې مني او خپل حکومت ته یې د اقتصادي مشکلاتو د هواري امر کړی دی.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG