د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي که ایران مظاهره چیان ووژني دوی به یې ژغورنې ته ودانګي.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبرداری په یو بیان کې د جنورۍ پر دویمه پر خپله ټروت نومي ټولنیزه پاڼه په داسې وخت کې ورکړی دی چې په ایران کې د ګرانۍ پرضد د راوتلو خلکو احتجاجونه دوام لري.
ولسمشر ټرمپ لیکلي، "که ایران سوله ییز لاریونوال ووژني چې دا یې رسم دی، امریکا به د هغوی ژغورنې ته ور ودانګي."
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نورو معلوماتو ورکولو پرته لیکلي چې "امریکا د اقدام لپاره چمتو ده."
دا په داسې حالې کې ده چې یو شمېر رسنيو او د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو نړيوالو ډلو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې په ایران کې د مظاهره چيانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
رپورټونه وايي چې د مظاهره چیانو پر مرګژوبلې سربېره لږ تر لږه ۱۲۰ مظاهره چیان نیول شوي هم دي.
ايرانيو چارواکو تر اوسه د دې رپورټونو پخلی نه دی کړی خو د ایران له حکومت سره تړلو خبري اژانسونو دغه پېښې "د بلواګرو" کار بللی دی.
مشال راډيو په خپلواکه توګه د دې مرګ ژوبلې پخلی نشي کولای. خو ايرانیو چارواکو د جنورۍ پر دويمه په څو سيمو کې د لا نورو مظاهرو د مخنيوي لپاره تياري نيولې ده.