د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو له خوا د ښځو چارو وزارت بندولو ضد لاریون شوی


طالبانو د سېپټمبر پر ۱۷مه د ښځو چارو وزارت د "امر بالمعروف او نهي عن المنكر" په وزارت ونوماوه.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو له‌ خوا د ښځو چارو وزارت د بندولو او ز‌ده‌کړو ته د محدود لاس رسي په غبرګون کې لاریون کړی دی.

دا کم شمېر ښځې په کابل کې د ښځو چارو وزارت د دروازې تر مخه راټولې شوې وې او د خپلو حقونو خوندیتوب یې غوښت.

دوی شعارونه ورکول چې "ازادي، زده‌کړه او کار زموږ حق دی." لاریونوالو دا غوښتنه هم کوله چې "ښځې دې له ټولنیزو فعالیتونو نه منع کېږي."

په لاریون کوونکو کې شاملې ترنم سعیدي مشال راډیو ته وویل چې طالبان نه شي کولای دوی له کار او زده‌کړې منع کړي. د دې په وینا، طالبان مجبور دي چې د دوی غوښتنې ومني.

دې وویل، "موږ د ملګرو ملتونوسازمان، د بشري حقونو کمېشن او هغه نړیواله ټولنه څه کوو چې زموږ په درد نه خوري."

ترنم سعدي زیاته کړه چې که هېڅوک د دوی دفاع نشي کولای نو دوی په خپله خپل غږ پورته کوي.

د دې په وینا، "خپله راځوو اعتراض کوو، یا به وژل کېږو یا به خپل حق غواړو."

په وروستیو کې په افغانستان کې ورځ تر بلې، د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب غږونه مخ په پورته کېدو دي.

دا غوښتنې له هغه وروسته پراخېږي چې طالبانو د سېپټمبر پر ۱۷مه د ښځو چارو وزارت د "امر بالمعروف او نهي عن المنكر" په وزارت ونوماوه.

د طالبانو حکومت د دې تر څنګ یې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړې.

د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي په مشرۍ موج تحول ګوند د سېپټمبر پر ۱۹مه طالبان تورن کړل چې د ښځو حقونو ته پام نه کوي.

د دې ګوند غړې مرضیه احمدي وايي، له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر وړاندې پرېکړې یې د اسلام او قانون سره په ټکر کې دي.

دا وايي، " له کار څخه د ښځو لېرې کول او له دوی سره تبعیضي چلند د اسلام مبارک دین، د نړۍ د اسلامي هېوادونو له کړنو او د افغانستان د کلتور خلاف دي."

د دې په وینا، د کار اجازه، په سیاسي او ټولنیزو برخو او په ځانګړي ډول د نوي جوړښت په رهبرۍ کې ونډه د دوی د مبارزو ښځو له بنسټیزو غوښتنو یوه ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو یوه لویه اندېښنه د دوی د تېرو ۲۰ کلنو لاس‌ ته راوړنو ساتنه ده.

که څه هم طالبانو لا د شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړې او ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړې، خو ژمنتیا ښيي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي مشال راډیو ته وویل، دوی ښځو ته په روغتیا او پوهنې وزارتونو او د کابل حامد کرزي هوايي ډګر دننه د کار اجازه ورکړې ده.

د ده په وینا، ژر به د زده‌کړو په ګډون په نورو ادارو کې هم د دوی د کار کولو په اړه پرېکړه وشي.

ده وویل، "په نورو برخو کې هم کار روان دی، تر اوسه پورې پروسه ټوله بشپړه شوې نه ده. البته د ښوونځیو په اړه هم پرېکړه تر کار لاندې ده چې هلته د دوی لپاره ټرانسپورټي مسایلو او تعلیمي چاپېریال د خوندیتوب لپاره یو منظم پلان برابر شي. هیله لرم چې دا مرحله هم ژر بشپړه شي. "

له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه هم دا ده چې د ښځو حقونو ته درناوی او د دوی ټولنیز فعالیت ته اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG