د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار سازمان: پاکستان کې بندیان له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي


د پېښور مرکزي زندان پخوانی انځور.
د پېښور مرکزي زندان پخوانی انځور.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وايي، د پاکستان په زندانونو کې قيديان له "روغتیايي اسانتياوو" بې برخې دي.

​هيومن رايټس واچ د مارچ پر ۲۹مه په خپل رپورټ کې ویلي، د پاکستان په ۹۱ زندانونو کې "تر ټاکلي شوي حده زيات" بنديان ساتل کېږي چې له وجې يې د هغه هېواد په زندانونو کې "ګڼه ګوڼه زياته" او په نتيجه کې يې ان د هغوی د "لومړنيو روغتيايي اړتياوو" پوره کولو لپاره "مناسب انتظام" نه شته.

په رپورټ کې راغلي، په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز په دوبي کې سېلابونو که له يوې خوا د هغه هېواد "ګڼ خلک اغېزمن" کړل نو بل پلو يې د سيند صوبې د جېلونو زندانيان له ناولو (ناپاکو) اوبو څخه د پیدا کېدونکو ناروغيو له ګواښ سره مخامخ کړل.

د رپورټ له مخې، د پاکستان د زندانونو قيديان د روغتيايي ستونزو ترڅنګ له "بنيادي بشري حقونو څخه د محرومۍ" له ستونزې سره هم مخامخ دي.

سازمان وايي، رپورټ يې په سيند او پنجاب کې له یوشمېر پخوانيو قيديانو او او ۳۴ نورو کسانو سره، چې مدافع وکيلان او د نورو اړوندو ادارو کارکوونکي پکې شامل دي، د مخامخ او ټېلېفوني مرکو په بنياد برابر کړی دی.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي رپورټ یې په سیند او پنجاب کې له پخوانیو بندیانو، مدافع وکیلانو او د اړوندو ادارو له کارکوونکو سره د مرکو پر اساس جوړ کړی دی - پخوانی انځور.
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي رپورټ یې په سیند او پنجاب کې له پخوانیو بندیانو، مدافع وکیلانو او د اړوندو ادارو له کارکوونکو سره د مرکو پر اساس جوړ کړی دی - پخوانی انځور.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په رپورټ کې د خيبر پښتونخوا د زندانونو د حالت په اړه مشخصاً څه نه دي ويل شوي. خو د هغې صوبې د جېلونو مشر سعادت حسین مشال راډيو ته وويل چې د صوبې حکومت هڅې پيل کړي د زندانيانو د استوګنې حالت ښه او ورته د صحت بنیادي اسانتیاوې برابر کړي. "موږ کوښښ کوو چې د صوبې جېلونه په اصلاحي مرکزونو بدل کړو. موږ په دې لړ کې قيديانو ته د صحي سهولتونو ورکولو ترڅنګ د هغوی لپاره د ورزش او سپورټ" بندوبست هم کوو.

د خيبر پښتونخوا په زندانونو کې د قيديانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو په اړه نور معلومات د صوبې د زندانونو يو پخوانې مشر مسعود الرحمان راکړل.

هغه مشال راډيو ته وويل چې له تېر يو کال راهيسې د صوبې د جېلونو په صحي مرکزونو کې اسانتياوې زیاتې شوې دي. "په وړو زندانونو کې يو او په لويو هغو له درو څخه تر څلورو پورې ډاکټران موجود وي. په ټولو زندانونو کې وړې لېبارټرۍ هم شته چې پکې د ناروغو قيديانو طبي معاينات کېږي. ځينې جېلونه د اېکسرې او الټراساونډ سهولتونه هم لري. لنډه دا چې د صوبې په هر يو زندان کې د ناروغو قيديانو د درملنې بندوبست شته."

د خيبر پښتونخوا د کورنيو چارو وزارت د ۲۰۲۲ز په جولای کې په خپل يو رپورټ کې ويلي ول چې هلته ټول ۳۸ زندانونه دي چې پکې څه د پاسه ۱۱،۰۰۰ قيديان ساتل کېدای شي.

په رپورټ کې زياته شوې وه چې هغه مهال په زندانونو کې څه د پاسه ۸،۰۰۰ سړي، ۱۵۰ ښځې او شاوخوا ۳۵۰ هلکان بندیان ول.

عزیز هاشمي چې په وروستیو کې د سوات له زندانه خوشې شوی، وايي، د زندان دننه د ده او د ملګرو زندانيانو لپاره يې د صحت سهولتونه ول، خو د جېل د عملې چلند ورسره ښه نه وو.

ده له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې "د سوات په مرکزي زندان" کې یې "۲۹ ورځې تېرې کړې" او ویلای شي چې د "جېل د عملې رويه ډېره ظالمانه وه. یوه ورځ ولاړ وم، د جېل مشر افسر راغی او [هسې] يې ووهلم. ما پر ځان د تشدد پوښتنه ځکه و نه کړه چې بيا دې په چکیو (هغه ځای چې پکې زندانیان غله اوړه کوي) کې بندوي او نور دې هم ځوروي."

د هيومن رايټس واچ رپورټ زیاتوي، دا مهال د پاکستان په زندانونو کې "شاوخوا ۸۸،۰۰۰ کسان" ساتل شوي دي.

XS
SM
MD
LG