د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان حکومت دې د زندانيانو روغتيا ته پام وکړي"


د پاکستان په لاهور کې د يو زندان مخې ته پوليس ولاړ دي (ارشيف)
د پاکستان په لاهور کې د يو زندان مخې ته پوليس ولاړ دي (ارشيف)

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – پر پاکستان غږ کړی دی چې له کورونا وایرس څخه د ساتلو لپاره دې بندیانو ته ژر تر ژره د روغتيا مناسبې اسانتياوې برابرې کړي.

یاد سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکي باید په بنديخانو او زندانونو کې د بندیانو شمېر کمولو لپاره هغه کسان ژر خوشي کړي چې ډېر خطرناک نه دي.

د اسیا لپاره د یاد سازمان مشر براډ اېډمز ویلي چې پاکستاني چارواکي باید په ځانګړې توګه تر ګنجایش ډکو زندانونو کې د ورانۍ مخه ونیسي.

د ده په وینا، په پاکستان کې وار له مخه په جېلونو کې د پاکوالي مناسبې اسانتياوې نشته.

د یو راپور له مخې په پاکستان کې تېر کال د ۵۷ زره ۷ سوه ۴۲ بندیانو ځای لرونکو ۱۱۴ زندانونو کې ۷۷ زره ۲۷۵ کسان بند وو.

د راپور په لیکنه ، په دې کې زیاتره هغه وو چې مقدمې یې روانې وې او لا سزا شوي نه وو.

​په پاکستان کې د مارچ تر ۲۱مې د کورونا وړجنو (په کورونا وايرس اخته کسانو) شمېره ۵۳۱ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په هغه هېواد کې د دې وايرس له امله درې کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د وفاقي او صوبايي حکومتونو چارواکو په وينا، په سند صوبه کې په ۲۶۷، په بلوچستان کې ۱۰۴، په پنجاب کې ۹۶، په اسلام اباد کې ۱۰، په ګلګت بلتستان کې ۳۰، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې يو او په خيبر پښتونخوا کې په ۲۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

XS
SM
MD
LG