د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان او قبایلي سیمو زده کوونکي له پنجاب حکومته د وړیا تعلیم د دوام غوښتنه کوي


د اسلامیه پوهنتون قبایلي زده کوونکو تیر کال هم احتجاج کړی وو: انځور له ارشیفه
د اسلامیه پوهنتون قبایلي زده کوونکو تیر کال هم احتجاج کړی وو: انځور له ارشیفه

د پنجاب د بهاولپور اسلامیه پوهنتون د قبایلي ضلعو او د بلوچستان زده کوونکي غوښتنه لري چې حکومت دې د دوی د وړیا تعلیم سلسله نه بندوي.

دا زده کوونکي وایي د پوهنتون انتظاميې په ۲۰۲۰م کال کې دوی ته په پوهنتون کې د وړیا تعلیم سلسله ختمه کړه او وروسته یې د زده کوونکیو د احتجاجونو له وجې بیا بحال کړه.

خو سږ کال یې اعلان وکړ چې د فنډ د کمي له وجې انتظامیه زده کوونکیو ته وظیفې (سکالرشپس) نه شي ورکولی.

په دغه پوهنتون کې د شمالي وزیرستان یو زده کوونکی خیال بادشاه د اکتوبر پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل، په ۲۰۱۴م کال کې چې کله په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل شول نو د هغه وخت د پنجاب اعلا وزیر شهباز شریف اعلان وکړ چې دوی به قبایلي ضلعو زده کوونکیو ته د پنجاب په سرکاري تعلیمي ادارو کې مفت تعلیم ورکوي.

نوموړی وایي:

"له ۲۰۱۴م کال راهیسې په دې پوهنتون کې د قبایلي زده کوونکیو شمېر څه نا څه ۳۰۰ دی، خو پوهنتون په ۲۰۲۰م کال کې اعلان وکړ چې دوی دغه مخصوصې چوکۍ ختموي. موږ د پوهنتون مخې ته ۳۰ ورځې پرلت وواهه او غوښتنه مو وه چې حکومت دې خپله فیصله واپس واخلي بیا د ګورنر د کور مخې ته کېناستو، بیا ګورنر چودري سرور موږ ته یو خط راکړ چې زموږ د تعلیم دا سلسله به بحالوي خو وروسته بیا په روان کال کې دوی موږ ته وویل چې نور دغو زده کونکیو ته وړیا تعلیم نه شي ورکولی."

ستونزه څه ده؟

د پنجاب په ټولو سرکاري پوهنتونونو کې د قبایلي زده کونکیو یوه مخصوصه کوټه (ټاکلې برخه) ده. په ۲۰۱۴م کال کې د پنجاب د هغه وخت اعلا وزیر شهباز شریف چې دا وخت وزیراعظم دی اعلان وکړ چې قبایلي ضلعو کې د پوځي عمیاتو له وجې دوی د پنجاب په پوهنتونونو کې د قبایلي ضلعو د زده کونکیو کوټه زیاتوي.

دا شان په ۲۰۰۹م کال کې د "اغاز حقوق بلوچستان" پيکیج لاندې هم د هغه وخت وفاقي حکومت اعلان کړی وو چې د بلوچستان زده کونکیو ته به د هېواد د نورو سیمو په تعلیمي ادارو کې داخلې ورکول کیږي او د دوی لپاره به مخصوصه کوټه هم زیاتوي. د هغه وخت وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي وو، د دې پيکیج اعلان يې ځکه وکړ چي د ده په وینا د بلوچستان د خلکو احساس محرومي ختمه شي.


خو وروسته په ۲۰۲۰م کال کې د پنجاب په بهاولپور اسلامیه پوهنتون، بهاوالدین زکریا پوهنتون، او د لاهور د پنجاب پوهنتون پشمول ځینو نورو تعلیمي ادارو اعلان وکړ چې دوی د فنډ له کمي سره مخامخ دي نو نه یوازې د زده کوونکیو مخصوصه کوټه کموي بلکې دوی به اوس ۵۰ فیصده فیس ورکوي او ۵۰ فیصدي به زده کونکي پخپله ورکوي. دا کوټه دا وخت د بلوچستان لپاره ۷۶ ده او هم دومره د قبایلي ضلعو لپاره ده.

د وظیفو له کمېدو وروسته د بهاولپور اسلامیه پوهنتون د بلوچستان او قبایلي ضلعو زده کونکیو احتجاج هم پیل کړ، دوی پیاده د بهاولپور نه لاهور ته لاړل او هلته یې د پنجاب د ګورنر د کور مخې ته یې احتجاجي پرلت پیل کړ.

د اسلامیه پوهنتون قبایلي زده کوونکو تیر کال هم احتجاج کړی وو او د دوی په وینا چې اته ملګري یې په دې له پوهنتونه ويستل شوي چې د خپلو حقونو غوښتنو لپاره یې احتجاج کاوه.

پر سکالرشپ تللی د شمالي وزیرستان د بهاولپور اسلامیه پوهنتون یو بل زده کوونکی صفدر خان چې هلته د تاریخ زده کړې کوي، مشال رېډیو ته وایي، حکومت دوی سره ژمنه وکړي خو له څو میاشتو تېرېدو وروسته بیا له خپلو خبرو نه پشا شي.

هغه وايي:

"دوی موږ ته وویل چې وفاقي حکومت فنډ نه راکوي نو تاسو ته به ۱۵ چوکۍ درکوو. دا خبره ورسره نه موږ منله او نه د بلوچستان زده کونکیو، موږ ورته وویل چې قبایلي ضلعو ته خو د ۱۰ کالو لپاره دا پېکج ورکړل شوی دی."


دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۳مه د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې حکومت د بهاولپور په اسلامیه پوهنتون کې د قبایلي ضلعو او بلوچستان د زده کونکیو د وړیا تعلیم سلسله بیا بحالوي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې پوهنتون به د فیس نه ورکولو له وجې د ویستل شويو ټولو زده کونکیو تعلیمي سلسله بحالوي او په دغه اړه یې نوټس هم خپور کړی دی.

د پوهنتون دریځ څه دی؟

په دې اړه مو د بهاولپور اسلامیه پوهنتون د ویاند شهزاد احمد خالد سره خبرې وکړې. نوموړي د اکتوبر پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل، د پوهنتون د انتظامیې، د پنجاب د ګورنر او د تعلیم د وفاقي وزیر ترمنځ له خبرو وروسته دا مسله د اکتوبر پر ۱۲مه حل کړای شوه.

نوموړی وایي:

"په پنجاب کې د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کې د هغه وخت ګورنر وویل چې اوس چونکې قبایلي ضلعې د خیبر پښتونخوا برخه دي او د بلوچستان حالات هم ښه دي نو ځکه دوی نور د دغو سیمو زده کونکیو ته وړیا تعلیم نه شي ورکولی، اوس موږ د بلوچستان ۷۶ او د خیبرپښتونخوا د قبایلي ضلعو نه هم ۷۶ زده کونکیو ته داخلې ورکوو. دا کوټه د بهاوالدین زکریا پوهنتون او د بهاولپور اسلامیه پوهنتون لپاره ده. موږ په ۲۰۲۰م کال فیصله وکړه چې ۵۰ فیصده فیس به زده کونکي ورکوي او ۵۰ فیصده به دا دوه پوهنتونونه ورکوي، خو اوس په ۲۰۲۲م کال کې دغو زده کونکیو د دې فیصلې خلاف د کیمپس د دروازې مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه. دې کې د بلوچستان او قبایلي ضلعو زده کونکي شامل وو، بیا وفاقي حکومت د دې مسلې نوټس واخیست، اوس دا فیصله وشوه چې ۵۰ فیصده فیس به وفاقي حکومت ورکوي او ۵۰ فیصده به پوهنتون ورکوي. نو اوس یو ځل بیا پر مخصوصو چوکیو د راغلیو زده کونکیو تعلیم سل فیصده وړیا شو."

د حکومت د دغه فېصلې سره به اوس د بهاولپور په اسلامیه پوهنتون کې د بلوچستان او قبایلي ضلعو ۱۶۰۰ زده کوونکي وړیا زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG