د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د انتخاباتي درغلیو پرضد احتجاجي کاربندیز پای ته رسېدلی دی


د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوټه کې د سیاسي ګوندونو د اتحاد پلویان د احتجاج په مهال.
د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوټه کې د سیاسي ګوندونو د اتحاد پلویان د احتجاج په مهال.

د څلورو ګوندونو اتحاد د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د ټګۍ پر ضد د کوټې په ګډون د بلوچستان په نورو برخو کې کاربندیز کړی دی.

د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۸مه د مازیګر تر څلورو بجو پورې په پښتون او بلوڅ مېشتو سیمو کې لوی سړکونه تړي ول او سیند، پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبو او داراز، ایران او افغانستان ته تللې لارې هم بندې وې.

د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) مشرانو او سیاستوالانو د فبرورۍ پر ۱۰مه تر يوې بیړنۍ غونډې وروسته احتجاجي تحريک پيل کړ او د بلوچستان په مرکز کوټه کې يې د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت هم وواهه.

دوی د بلوچستان کې په يوشمېر سيمو کې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه هم کړي دي.

ټاکل شوې چې د هغو ګوندونو مشران ژر په غونډه کې د راتلونکې کړنلاره اعلان کړي. البته د هغو ګوندونو غړو او پلویانو په کوټه کې ناستې ته دوام ورکړی دی.

د چا چې څلور ووټونه ول هغه یې په ۷۰۴ واړول او د چا چې ۷۰۰ ووټونه ول هغه یوازې اووه ته بدل کړل شول
سردار اختر مېنګل

د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل، د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره پرلتوالو ته ويناوې وکړې.

دوی تور پورې کړ چې د اتمې فبرورۍ په انتخاباتو کې ورسره په "پراخه کچه" ټګي شوې ده.خو حکومت او انتخاباتي کمېشن دا تورونه رد کړي دي.

ډاکټر مالک بلوڅ احتجاجي غونډې ته وویل چې د یو پلان له مخې د ولس رایې چور شوې دي چې موخه یې د ولس او ملتپالو ګوندونو ترمینځ نفاق پیدا کول دي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل غوښتنه وکړه چې د چا له لاسه چې د انتخاباتو نتیجې بدلې شوې د هغوی پر ضد دې د ایین د شپږمې مادې لاندې د غدارۍ مقدمې دایرې شي.

نوموړي د چا نوم وانخیست، خو ظاهراً یې اشاره د پاکستان امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) ته وه، او تور یې پورې کړ چې نتیجې یې بدلې کړې دي. "د انتخاباتي کیمپېن پر مهال مې هم خلکو ته ویل چې ستاسو ووټ به ما ته راشي خو ګټه به هغه چا ته ځي چې 'فرشتې' ورته ووټ ورکړي. په حقیقت کې هغه وشول. د چا چې څلور ووټونه ول هغه یې په ۷۰۴ واړول او د چا چې ۷۰۰ ووټونه ول هغه یوازې اووه ته بدل شول. د جادو په دې عمل کې زموږ ګټلې څوکۍ له موږه لاړې."

د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د جمهوریت ملاتړ کوي او په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. لنډمهالي حکومت او انتخاباتي کمېشن هم ویلي دي چې د انتخاباتو پر ورځ پوځیانو یوازې د امنیت چارې ترسره کولې.

مېنګل زیاته کړه چې د انتخاباتو نتیجو بدلوونکو ته تر سزا او په بلوچستان کې د ورکو کسانو د مسلې تر هواري پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره غونډې ته وویل چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې انتخابات د ولس لپاره د رحمت ذریعه ګرځي خو په پاکستان دا د خلکو د زحمت سبب شي. "د راولپېنډۍ د کمېشنر په څېر دې د انتخاباتو کمېشن نور افسران هم غیرت وکړي او په جوماتونو کې دې دا خبره وکړي چې ریښتیا څه دي او پر هغوی د چا فشار وو چې له وجې یې هغوی ټګۍ کولو ته مجبور شول؟"

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د هغو ګوندونو د مشرانو رد کړي او ویلي یې دي چې په انتخاباتو کي د درغلۍ د جاج اخیستلو په خاطر یې درې کسیزه جرګکۍ جوړه کړې ده. هغه وویل، د څلورو سیاسي ګوندونو اتحاد ته په کار دي چې هغې جرګګۍ ته خپل شکایتونه وړاندې کړي.

له نوموړي پرته د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم په بیا بیا ویلي دي چې ټاکنیز بهیر بشپړ شفاف او عادلانه وو. کمېشن د فبرورۍ پر ۱۷مه د راولپېنډۍ ډېوېژن د کمشنر د تورونو او دعوو پلټنو لپاره لوړپوړې کمېټي جوړه کړې او ویلي یې دي چې له ټولو انتخاباتي چارواکو څخه معلومات غونډوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG