د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د ۴ کسانو په ډزو ويشتل شوي مړي موندل شوي دي

د خیبر په تیرا کې امنیتي حالات خراب دی او د پاکستان پوځ پکې د وسلوالو پرضد عملیات کوي ـ انځور له ارشيفه
د خیبر په تیرا کې امنیتي حالات خراب دی او د پاکستان پوځ پکې د وسلوالو پرضد عملیات کوي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر یو پولیس چارواکي، د موضوع د حساسيت امله د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې د فبرورۍ پر درېیمه يې د هغې ضلعې د باړې په شینکو سیمه کې د څلورو کسانو مړي موندلي دي.

چارواکي زیاته کړې ده چې دا کسان په ډزو ویشتل شوي او د پوسټ مارټم لپاره یې روغتون ته وړي دي. پولیس چارواکي دا هم وويل چې د وژل شویو کسانو شناخت روان دی او د پېښې پلټنې کوي.

په پاکستان کې وړاندې هم د وژل شويو کسانو مړي موندل شوي دي.

د جنورۍ پر پینځمه هم د بلوچستان په پښتون مېشته موساخېل ضلع کې د داسې څلورو کسانو مړي موندل شوي ول چې په ډزو وژل شوي ول.

دا ډول د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر نهمه هم د باجوړ په سالارزیو کې د دوو ولسي وګړو مړي موندل شوي وو.

پولیسو ویلي ول چې هغوی د غره پر سر پوځي پوستې ته اوبه لېږدولې چې ورک شول او بیا یې په مرمیو ویشتلي جسدونه وموندل شول.

XS
SM
MD
LG