د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان له زلزله ځپلو سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده


د افغانستان په هرات ولايت کې د اکتوبر پر اوومه او ۱۱مه شويو زلزلو درنه مرګژوبله اړولې وه ــ انځور له ارشيفه
د افغانستان په هرات ولايت کې د اکتوبر پر اوومه او ۱۱مه شويو زلزلو درنه مرګژوبله اړولې وه ــ انځور له ارشيفه

امریکا د افغانستان په جنوب لویدیځ کې له زلزله ځپلو سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ د اکتوبر پر ۱۳مه پر خپله اېکس پاڼه، چې پخوانی نوم يې ټويټر وو، ليکلي چې په دغو مرستو سره به اغېزمنو ته د څښاک پاکې اوبه، په بيړنيو حالاتو کې د سرپناه توکي، د پخلي او اوبو وسایل او کمپلې برابرې شي.

وېسټ پرمخ ليکلي چې په زلزله کې پر "انساني ضياع باندې غمرازي" څرګندوي او له دې بحرانه په وتلو کې امریکا له افغانانو سره په "قاطع ډول ولاړه" ده.

د افغانستان په هرات ولايت کې د اکتوبر پر اوومه او ۱۱مه شويو زلزلو درانه ځاني او مالي زيانونه واړول. د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې پر رېښتر درجې د دواړو زلزلو زور ۶،۳ وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې هغو زلزلو شاوخوا ۲،۵۰۰ کسان وژلي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر پر ۱۳مه په خپل راپور کې ویلي چې د افغانستان په کې هرات ولايت کې زلزلو تر ۱۷،۰۰۰ زيات کسان اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د اکتوبر پر ۱۲مه پر خپله اېکس پاڼه د هرات د زلزلې د مرګژوبلو او ورانیو پراخوالي ته په اشارې د سمدستي بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی وو.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فېدراسیون هم د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه بیان کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هغوی ۱۲۰ میلیونه سویس فرانکه، چې څه باندې ۱۳۲ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، غوښتې ول چې یوازې په سلو کې ۳۶ یې ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يونيسېف) د اکتوبر پر ۱۲مه د هرات د زلزله ځپلو لپاره د ۲۰ میلیونه ډالرو د سمدستي مرستې غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG