د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې بیا زلزله شوې، اغېزمن خلک وايي له لوی درده تېرېږي


هرات کې بیا زلزله شوې، اغېزمن خلک وايي له لوی درده تېرېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

په داسې حال کې چې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې خلک په ویر اخته دي، د اکتوبر ۱۱مې پر سهار یوې بلې زلزلې د هرات ولایت او شاوخوا سیمې لړزولې دي. د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي چې پر رېښتر درجې د دویمې زلزلې زور هم د اکتوبر اوومې زلزلې په څېر ۶،۳ وو. د رویټرز اژانس په وینا، په تازه زلزله کې لسګونه کسان ژوبل شوي دي. هلته لومړۍ زلزلې ځینې کورنۍ دومره ځپلې دي چې د مرستو ترلاسه کولو ته یې هم څوک نه دي پاتې. په دې ویډیو کې ځینې خلک وايي چې دومره درد لري چې له ژونده بېزاره دي. ملګري ملتونه وايي خلکو ته یې خیمې ورکړې دي خو خوړو او دواګانو ته اړتیا لري. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG