د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کروندګرو د بجلۍ لوډشیډنګ پر ضد احتجاجي پرلت وهلی دی


د بلوچستان کروندګرو پخوا هم د بجلۍ لوډشیډنګ پرضد احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور.
د بلوچستان کروندګرو پخوا هم د بجلۍ لوډشیډنګ پرضد احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان د کروندګرو اتحادیې (زمیندار اېکشن کمېټۍ) د بجلۍ لوډشیډنګ (پارچاو) خلاف تر احتجاج وروسته د صوبایي اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی.

د مې پر نهمه په احتجاج کې شریکو کروندګرو وویل چې د برېښنا وېش اداره ورته له تېرو اتو میاشتو راهیسې ورته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې درې ساعته بجلي ورکوي چې کافي نه ده.

کروندګرو وویل په هغو ساعتونو کې یې ځمکې اوبه نه رسېږي چې له وجې یې فصلونو خرابېږي.

د بلوچستان د کروندګرو ټولنې مشر حاجي عبدالرحمان بازي مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ اداره د برمه کوهیانو مالکانو ته د میاشتې ۳۵۰،۰۰۰ روپۍ بېل استولی دی چې دا ورته د منلو نه دی. "موږ ته دا مهال [د برېښنا د وېش اداره] درې ساعته بجلي راکوي، باید دا اته ساعته شي چې موږ پکې خپلې ځمکې [اوبه کړو]. موږ ترې زیاته بجلي نه غواړو او یا دې موږ شمسي توانایې ته واړوي، ښيښې (شمسۍ) دې راکړي، چې زموږ د بجلۍ ضرورت پوره شي."

د احتجاج پر مهال د صوبایي اسبملۍ ځینو غړیو پرلتوالو ته ډاډ ورکړ چې ستونزه به یې د بجلۍ له ادارې سره شریکه کړي، خو هغوی وايي چې د غوښتنې تر پوره کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې هم کروندګرو په بیا بیا د بجلۍ کمښت او زیاتو بېلونو پرضد د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي دي.

د برېښنا د وېش او د اوبو او برېښنا چارو ادارې د کروندګرو د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي ول چې هغوی ته یې د اربونو روپیو بېلونه پاتې دي چې له کبله یې ورته تر درو ساعتونو زیاته بجلي نه شي ورکولای.

پاکستان له کلونو راهيسې د توانايي له بحران سره مخامخ دی او خلکو د متبادل په توګه شمسي انرژۍ ته مخه کړې ده.

په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې په ځانګړې توګه د بجلۍ لوډشیډنګ ډېر زیات دی او هلته ډېری خلک له لمریزو ښیښو يا شمسیانو څخه زیات کار اخلي خو بې وزله کسان یې د اخیستو توان نه لري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG