د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د کپړو د کارخانه لرونکيو احتجاج


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خېبر پښتونخوا د ټېکسټايل يا کپړو تاجرانو ګواښ کړی چې که يې غوښتنې و نه منل شوې نو له وړوکي اختر وروسته به احتجاج پېلوي.

د خالي په ورځ په پېښور کې تر علامتي احتجاج وروسته دغو صنعتکارانو خبرې غونډې ته وويل چې د حکومت د ناسمو تګلارو له امله کال په کال د رختونو پېداوار مخ په کمېدو دی.

د پاکستان د کپړو دصنعتکارانو سازمان د خېبر پښتونخوا څانګې مشر تېمور شاه مشال راډيو ته وويل چې د خزانې وزير اسحاق ډار تر بجټ وړاندې کړې ژمنې پوره نه کړې.

« موږ سره د ۱۸۰ بیلیونو د صادراتو ژمنه شوې وه چې په هغې کې یواځې د څلورو بیلیونو اعلان شوی دی. پر موږ یې ټیسکونه ډېر زیات لوړ کړي دي. »

په پاکستان کې مېرمنې هم د نساجۍ فابریکو کې کار کوي.
په پاکستان کې مېرمنې هم د نساجۍ فابریکو کې کار کوي.

صنعتکاران وايي، د کپړو په نړيوال بازار کې د پاکستان په مقابل کې د بنګله دېش او سري لنکا کاروبار پراخ شوی دی.د کپړې کاروباریان وايي یو مهال به په ټوله نړۍ کې د پاکستاني تولیداتو یو نوم لرلو او د نساجۍ صنعت ښه مخ په ودې و، خو له کله نه چې حکومت پر کاروباریانو زیاته اندازه ټیکسونه اعلان کړل نو اوس دوی د ګاونډیو هیوادونو د صنعت کارانو سره مقابله نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG