په دوه زره شپاړسم کال کې د ارمینیا لرغوني ښار آني ، چې اوس د مشرقي ترکیی برخه ده، د ملګرو ملتونو د ساینس او کلتور سازمان (یونیسکو) د نړیوالی ورثې د یو ځاي په توګه پیژندلی وو. ددې مهم تاریخي ځاي یوه وړوکې برخه خوندي ده خو ولې د آني ښار د دیوالونو نه بهر دا ځاي د ورکیدو د خطر سره مخ دی.
د آرمینا کنډکپر لرغوني آثار

۱
په آني ښار کې د ؛هریپسیمیان ورجینز؛ په نوم د عبادت یو تاریخي ځای دی . دا د ارمینیا او ترکیی تر مینځ په یوه کنده کې جوړ دی. دا تاریخي تعمیر هم د ورکیدو د خطر سره مخ دی.

۲
په اني کې نمر وهلې او کنډواله کلیسا. دا کلیسا چې زر کاله وړاندی جوړه کړل شوې وه ، د تاریخ په وږدو کې د روسیې ، عثماني خلافت او ارمینیا د واک لاندی پاتی شوی ده. په نورلس شوه شلم کال کې دا ترکیې د واک لاندی راغله.

۳
په اني کې د سینټ ګریګوري کلیسا. په نورلس سوه اته نوي کال کې ددې کلیسا ګنبتونه ونړول شو.

۴
د ترکیی او ارمینیا په پوله پرته د کیزکلي کلیسا . په نورلس سوه څوارلسم کال دا سیمه د عثماني خلافت برخه وه او دلته تر دوو ملینو ډیر ارمینیان اوسیدل. اوس دا د مشرقي ترکیی برخه ده.