د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر ناڅاپي سفر عراق ته تللی دی


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس په بغداد کې له امريکايي ځواکونو سره د لیدو پر مهال .۲۰۱۱م کال د اپریل ۷
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس په ناڅاپي سفر عراق ته تللی دی. د امریکا د سي اېن اېن ټیلي وېژن په خبره کېدای شي نن نوموړی د عراق شمالي برخې ته لاړ شي.

د فرانسې خبري اژانس اې اېف پي لیکي د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس تر عراق مخکې په سعودي عرب کې وو او هلته یې پر ایران انتقاد وکړ چې په خلیج هېوادونو او نورو سیمو کې له ناکرارۍ ګټه پورته کوي.

رابرټ ګېټس نن له عراقي مشرانو لکه وزیراعظم نوري المالېکي، او له ولسمشر جلال طالباني سره خبرې کوي. نوموړی به له عراقي مشرانو سره په هېواد کې ګرځي او د امریکا له ځواکونو سره به ګوري چې په اګست کې یې خپل جنګي عملیات پای ته رسولي ول او د روان کال تر پایه به له دې هېواده ستنېږي.

د اې اېف پي په خبره رابرټ ګېټس په سعودي عرب کې له پاچا عبداله سره تر خبرو وروسته وویل په دې اړه یې خبرې کړې دي چې څنګه د د خرابوونکیو عملونو او د سیمې له ناکرارۍ د سخت دریځو د ګټې اخیستو مخنیوی وکړای شي. نوموړي وویل دا ثبوت لري چې ایرانیان په بحرین کې له حالاتو ګټه اخیستل غواړي او د دې ثبوت هم لري چې هغوی دا خبرې کوي چې په نورو سیمو کې د مسلو پیدا کولو لپاره څه کولای شي. هغه دا خبره په بحرین کې د شیعه ګانو په مشرۍ کې د سوني پاچاهۍ پر ضد احتجاجونو ته په اشاره وکړه.

تر دې مخکې د روانې میاشتې په درېیمه نېټه د خلیج د همکارۍ شورا د ایران غندنه کړې وه او تور یې پر پورې کړی وو چې د شورا د غړو هېوادونو په کارونو کې لاس وهنه کوي.

دا بیان د سعودي عرب له پلازمېنې ریاضه د شورا تر بیړنۍ غونډې وروسته خپور شو ی وو. شورا په ایران کې په خصوصي ډول پر شیعه ګانو تور پورې کړ چې په بحرین کې فرقه ییز تقسیم لا نور پراخوي. په بحرین کې شیعه ګان د سوني پاچا د حکومت پر ضد مظاهرې کوي. تر دې مخکې ایران هم پر سعودي عرب نیوکې کړې وې، ځکه چې سعودي عرب بحرین ته خپل سرتېري د حکومت د مرستې لپاره استولي ول. د خلیج د همکارۍ شورا په خپل بیان کې ویلي چې شورا په کوېت کې د جاسوسانو د شبکې د جوړولو له لارې د ایران ښکاره لاس وهنه غندي. ایرانیو چارواکو لا مخکې په کوېت کې د جاسوسي تورونه رد کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکي هیله ده ګېټس د عراق شمالي سیمې ته لاړ شي او هلته د کوردانو له مشر مسعود برزاني سره خبرې وکړي.

هلته د امریکايي ټیلي وېژن سي اېن اېن وېبپاڼه په یوه خبر کې لیکي عراق ته به د رابرټ ګېټس پیغام دا وي چې دا مهمه ده چې د حکومت جوړونې بهیر بشپړ کړلای شي، په ځانګړي ډول هغه څانګې چې د امنیت وزارت ورسره په اړیکو کې وي.
XS
SM
MD
LG