د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیراه میدان زدکونکي وايي نه امنیت ښته نه سکولونه


د تیراه یو شمیر زده کونکي د لسم بورډ امتحان ورکولو لپاره جمرود ته تللی دي.
د تیراه یو شمیر زده کونکي د لسم بورډ امتحان ورکولو لپاره جمرود ته تللی دي.


فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسی


د خیبر ایجنسۍ د یوې لرې پرتې سیمې تیراه یو شمیر زده کونکي د لسم بورډ امتحان ورکولو لپاره جمرود ته تللي دي.

دوی وایی ،چې په سیمه کې یې د خرابې امنیتي وضعې له لاسه په تعلیمی هلو ځلو باندې اثر پریوتی دی او بل د دوی په سیمه کې له اتم جماعت نه بره سکول هم نیشته، او نه هم سرکار ورته د بورډ امتحان لپاره بندوبست کوي،نو ځکه جمرود ته تللي او بې له اسانتیاو امتحانونه ورکوي.

دوی وایي، چی هیڅ ډول اسانتیاوی نه لري خو د دې باوجود هڅه کوي چی خپل تعلیم جاری وساتی،د تیراه میدان یو اوسېدونکی نوراجان چې اوس د خپل امتحان ورکولو لپاره د جمرود په یوه سرکاري سکول کې اوسي وایی،٬٬ چی موږ دلته پرچو ورکولو لپاره پراته یو،مونږ ته د خوراک،څښاک د څیزونو د راوړلو او د اخلی پخلی ډیر مشکل دي، او سرکار ورته لا تر دې دمه هیڅ پام لرنه نه ده کړې .٬٬

یو بل زده کونکی محمد رسول اپریدی وویل چی دوی د خپلی سیمی نه د قامی اسمبلی غړی حمید الله جان اپریدی ته ووټ ورکړي وو،خو هغوی دوی لپاره هیڅ هم و نه کړل،او دوی په تیراه میدان کښی لا هم د صحت،تعلیم، بجلي د اوبو او د سرکونو د نشتوالی د لاسه یو شمیر ستونځو سره مخ دی.

د تیراه میدان د زده کونکو او ځایي خلکو د ستونځو په اړه د دغه سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړی او د ماحولیاتو پخوانی وفاقي وزیر حمیدالله جان اپریدی وايي ،چې له هغه سره هیڅ زدکونکو خپلې ستونزې نه دي شریکه کړې.او که یې رابطه ورسره وکړه نو ضرور به یی مرسته کوي.

دی زیاتوي چی په میدان کښی د امنیت وضع ښه نه ده،او چی کله پکې امن شی نو نه یوازی هایی سکولونه نه بلکه کالجونه به پکې هم جوړشي.


تیراه میدان د خیبر ایجنسی د باړي تحصیل نه څه شاوخوا شپیته کلومیتره فاصله باندی د افغانستان پولی تر څنګ پرته یو غرنۍ سیمه ده،چی ابادي یی د یو لکو وګړو نه هم پورته شوې ده،د دغی سیمی خلک د چارواکو نه دا غوښتنه کوي چی دې سیمې ته دی پام لرنه وکړي .
XS
SM
MD
LG