د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان د سپینې ماڼۍ نیوکې




سپینې ماڼۍ په خپل رپوټ کې د ترورزم په وړاندې د پاکستان پر هڅو نیوکه کړې ده. دا رپوټ چې کانګرس ته استول شوی دی پکې د القاعده شبکې او نورو یاغي ډلو پرضد د پاکستان پر هڅو انتقاد شوی دی.

په دغه ۳۸ مخه رپوټ کې ویل شوي دي چې د پاکستان له پوځ سره وروسته له کلونو کلونو راهیسې لاهم په دغه هیواد کې د یاغیانو د ماتولو څرک نه لیدل کیږي.

دا رپوټ په داسې وخت کې کانګرس ته وړاندې شوی دی چې امریکا هڅه کوي له اسلام اباد سره خپل ساړه اړيکي بیرته تاوده کړي.


د دې رپوټ په یوې برخې کې څرګنده شوې ده چې د دوه زره لسم کال له وروستیو راپه دې خوا د افغانستان له پولو سره د پاکستان دننه په ځینو سرحدي سیمو کې امنیتي وضعه خرابه شوې ده. په دې رپوټ کې د پاکستان پر سیاسي او اقتصادي ستونزو هم اندیښنه څرګنده شوې ده.

سپینه ماڼۍ په رپوټ کې وایي، د دې لپاره چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په ګډون د ترهګرو ډلو مشران د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټ شوي دي نو امریکایي چارواکو ته د القاعده د ځپلو په برخه کې د پاکستان ونډه مهمه ښکاري.

کانګرس ته په استول شوې رپوټ کې د امریکا د دفاع وزارت هڅو ته اشاره شوې ده چې د پیسو او د خلکو د روزلو له لارې یې د پاکستان د حکومت د مخالفو یاغیانو په ځپلو کې مرسته کړې ده.

همداراز د امریکا دفاع وزارت پاکستان هڅولی دی چې له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې مرسته وکړي. خو رپوټ ټینګار کوي چې د ترهګرو د پناهځایونو د له منځه وړلو لپاره او د هغوی د ځپلو لپاره د پاکستان او افغانستان تر منځ زیاتې همکارۍ ته اړتیا شته.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه هم په خپلې لیکنې کې چې د سپینې ماڼۍ د رپوټ په اړه یې خپره کړې ده د کابل او اسلام اباد تر منځ پر همکارۍ ټینګار کوي او لیکي چې دا ممکنه نه ده چې د طالبانو او القاعده پناهځایونه دې د پاکستان له لورې له فشاره پرته د بې پیلوټه الوتکو د توغندیو له لارې له منځه یوړل شي.

نیویارک ټایمز بیا د سپینې ماڼۍ د رپوټ دا برخه رااخیستې ده چې، اندیښنه دې ته شته چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول پلان نه لیدل کیږي.

د سپينې ماڼۍ په رپوټ کې څرګنده شوې ده ، سره له دې چې په بیسارې ډول نژدې یو نیم لک پاکستاني پوځیان له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې ځای پرځای دي او له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسې د پاکستان تر دوه نیم زره ډیر پوځیان وژل شوې دي بیا هم د یاغیانو په وړاندې په جګړې کې د بریالیتوب نښه نه ترسترګو کیږي.

سپینه ماڼۍ بیا وړاندې په خپل رپوټ کې وایي چې د افغانستان غاړې ته د امریکایي، پاکستاني او افغان ځواکونو له لورې څلور مرکزونه جوړ شوې دي او کار کوي خو سره له دې چې په دوه زره نهم کال کې پاکستان ژمنه وکړه چې ورته کار به د خپلې خاورې لورې ته هم وکړي خو تر اوسه داسې مرکزونه هلته نه دې ودان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG