د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا یاغي مشر وايي ناټو د قذافي دملاتړو ضد کټلي ګامونه نه اخلي.


په لیبیا کې د یاغی ډلو د لښکر مشر عبدل فتح یونس د ۲۰۱۱م کال د اپریل پر پنځمه نېټه په بن غازي کې خبري کنفرانس کوي.
په لیبیا کې د یاغی ډلو د لښکر مشر عبدل فتح یونس د ۲۰۱۱م کال د اپریل پر پنځمه نېټه په بن غازي کې خبري کنفرانس کوي.


په لیبیا کې د یاغي ډلو د لښکر مشر پر ناټو باندې نیوکې کړي چې د معمر قذافي د ځواکونو پر ضد یی عملیات چټک نه دي. هغه دهړکه ورکړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته به د دې شکایت کوي.

عبدل فتح یونس د یاغیانو تر کنټرول لاندې ښار په بن غازي کې خبریالانو ته وویل چې د ناټو د سستو عملیاتو له امله د قذافي ځواکونه مخ پر وړاندې روان دي او په مسراته ښار کې یی ګڼ شمېر خلک هم وژلي.

دی وايي ،٬٬که ناټو یوه هفته نور انتظار وکړي نو مسراته ښار به له مینځه یوړل شي، او پکې به عام خلک نور نه وي، دوي به ووژل شي او نړیواله ټولنه به د دې جرم لپاره ذمه واره وي. ناټو څه کوي؟ ملګرو ملتونو ناټو زموږ په سر ودرولې، خو هغوی هیڅ نه دي کړې.

د امنیت شورا تېره میاشت بهرني طاقتونو ته په لیبیا کې د قذافي د پوځ پر ضد د هوایی عملیاتو اجازه ورکړې وه چې د هغه مخالفه ډلې پر ضد د زور زیاتي د استعمال نه ودروي.

د ښاغلي یونس د خبرو په ترڅ کې ناټو ویلي چې د ملګرو ملتونو په آیین یی پورا عمل کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG