د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د سکولونو ورانولو لړۍ دوام لري


د خیبر په لنډي کوتل ،باړه او جمرود کې شاوخوا ۳۸ سرکاري سکولونه په بمونو الوزول شوي دي
د خیبر په لنډي کوتل ،باړه او جمرود کې شاوخوا ۳۸ سرکاري سکولونه په بمونو الوزول شوي دي
فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسی

په خیبر ایجنسی کښی د نا څرګنده وسلوالوله خوا په بمونو د سکولونو ورانولو لړۍ دوام لری،ده ځایی خلکو په وینا په کال ۲۰۰۹ کې په دی سیمه کې د وسلوالو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو پیل
کیدوسره سم په سرکاري سکولونو کې بمي چاودنې کیږي چې اکثره یې د شپې مهال وي.


د خیبر ایجنسۍ د تعلیمي څانګې چارواکي وايي تر اوسه پورې د خیبر په لنډي کوتل ،باړه او جمرود کې شاوخوا اته دیرش (۳۸) سرکاري سکولونه په بمونو الوزول شوي دي ،چی زیاتره یې د جینکو دي.

د دغو سکولونو د ورانولو له امله د خیبر ایجنسی په زرګونه هلکان او جینکۍ د ښوونې او پوهنې له رڼا بې برخې شوي دي.

د لنډی کوتل په سدوخیلو سیمه کې د وسلوال لخوا د یوه وران شوي سرکاري سکول د څلورم جماعت یو زد کونکي نبي جان اپریدي مشال ریډیو ته وایی،(( چی د دوی سکول په بم تباه کړی شوی دی،او اوس په خیمو او دغو خړو خاورو کښی سبقونه وایی،او چارواکو له پکار ده چی دغه سکولونه بیا جوړکړي))

یوبل زده کونکی حارث چی په دویم جماعت کې دی وایي،چې دوی اوس هم ویریږی چی چرته بیا په دی سکول کې چاودنه و نه شي،

د سدو خیلو سیمی یو اوسیدونکی زرواحد اپریدی وایي، چی دوی اوس د خپلو ماشوما نو په مستقبل سخت اندیښمن دي.


هم دا رنګ د باړې سیمی یو مشر اقبال اپریدی وایي، چی حکومتي چارواکي د دغه سکولونو په حفاظت کې مخلص نه ښکاري ،او نه د سکولونو د حفاظت له پاره ګامونه پورته کوي،هغه ځکه د دوی ماشومان په خوندی سیمو کې په معیاری سکولونو کې سبق وایي.


د خیبر ایجنسی ایجوکیشن افیسر هاشم خان اپریدی وایی ،چې د سکولونو د حفاظت ذمه واري د سکول د مالک مکان او چوکیدار جوړېږی،او پر ځایي خلکو یې هم اجتماعي ذمه واري جوړېږي.

د خیبر قبایلی سیمې خلک وایي په سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو له وجې د ځایي خلکو اجتماعی ذمه واري ختمه شوېده،او دا اوس د امنیتي ځواکونو او پولیټیکل چارواکو ذمه واري ده چی د سرکاري سکولونو حفاظت وکړی،دوی وایي چې په دې سیمو کې د تعلیم نه بې برخې شويو ماشومانو له پاره سمدستي دزدکړو متبادل بندوبست وکړي.
XS
SM
MD
LG