د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان حکومت سره نور خبرې نه کوو.توري او بنګښ



په قبایلي سیمه کورمه اېجنسۍ کې په بېلا بېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او دوه ژوبل دي. د تېرې اوونۍ پر مهال په کورمه کې د سپرلیو پر ګاډو د برید په پېښه کې له لسو زیات کسان وژل شوي ول او دې ته په ورته پېښه کې ګڼ شمېر مساپران له ګاډو وتښتول شول چې په کې زیاتره اوس هم د وسله والو په ولکه کې دي.

بلخوا په کورمه کې توري او بنګش قبیلو اعلان کړی دی چې له حکومت سره به تر هغې خبرې نه کوي چې د دوی تښتول شوي کسان نه وي راخوشې کړل شوي.

دوی وايي سره له دې چې په سیمه کې د امن معایده شوې خو د هغه خلکو پر وړاندې چې شر او فساد جوړوي د موثره ګام نه اخیستل, پر ضد توري او بنګښ قبیلو حکومتي بایکاټ کړی دی.

ملک حاجي فقیر حسین وايي چې له حکومت سره د نه خبرو دا احتجاج به تر هغو روان وي چې د دوی تېښتول شوي ټول کسان راخوشي شوي نه وي.
دی وايي،((ټول قام جرګه راغوښتې وه او دافیصله مو وکړه چې له حکومت سره به هر قسم بایکاټ وي.نه به حکومت ته ورځو ،نه به مشران ورځي،نه به له حکومت سره چې کوم ضروري کارونه بند دي د هغو په اړه خبرې کوو.تر هغو له حکومت سره خبرې نه کوو چې زموږ ټول تېښتول شوي کسان یې نه وي راخوشي کړي او د تېښتونکو پر ضد یې عملیات نه وي کړي))

د کرمې قبایلیو دا سخت ردعمل د امن معایدې باجود له هغې وروسته راغلی چې په سیمه کې د مساپرانو بې درېغه وژنه او تېښتونه زیاته شوېده.

ملک شبیر حسین وايي چې که څه هم په کرمه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د امن معایده وشوه خو د هغې وروسته دده په خبره ،د مارچ میاشتې په دویمه نېټه ماموخوړ کې پر یوه فلایینګ کوچ باندې ریموټ کنټرول حمله وشوه او بیا د مارچ پر دریمه نېټه د مېنګک کلي نه دوه ماشومان چې رمه یې پیوله وتېښتول شول او څاروي یې هم ورسره وتیښتول.د مارچ پر ۱۳ له مامو خوړ سره پر مساپر وړونکي کوچ بې درېغه ډزې وشوې او ۱۱ کسان یې ووژل او شپږ پکې سخت ژوبل شول.پر ۲۰م مارچ کوټکي بالا کې بیا پر مسافر وړونکي بس حمله وشوه او اته تنه پکې زخمیان شول.په ۲۳ م مارچ یې له پاړه چنار څخه مېلمانه وتېښتول او ۲۵م د مارچ یې پر مساپروړونکو ګاډو بیا ډزې وکړې او ۳ تنه یې ووژل او پنځه یې زخمیان کړل او نور تقریبا ۳۳ کسان یې له ځان سره یرغمال کړل.))

حاجي روف حسین مشال رېډیو ته وویل چې د پېښور پاړه چنار پر سړک د مسافرانو بې درېغه وژنه روانه ده.هغه وویل که حکومتي په سیمه کې امن غواړي نو د مساپرو تګ راتګ دې پر لارو یقیني کړي.دی وايي،((کله چې امن معایده وشوه نو حکومت پکې ضامن وو خو دافسوس خبره ده چې پر لارو مساپران وژل کېږي،حکومت زموږ د ساتنې لپاره ګامونه نه اوچتوي ،که حکومت موږ خپل رعایت ګڼي ،که حکومت مو خپل عوام ګڼي نو پکار ده چې پر لویو لارو امنیت ټينګ کړي.زموږ طالبعلمان خپلو کورونو ته نشي راتلای.په نورو ملکونو کې زموږ مساپران خپل وطن ته نشي راتلای.موږ ناروغان د علاج لپاره ډاکټر ته نشو رسولای.آخر دا حکومت زموږ حفاظت ولې نه کوي))

په کورمه کې اسسټنټ پولیټیکل اجنټ فخرالدین وايي ،((چې حکومت په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره د کوټلیو ګامونو پورته کولو فیصله کړېده.او ورانکاري به په سیمه کې له مینځه وړي.او دا متاثرین هم زموږ د وطن خلک دی د دوی احتجاج پرځای دی او موږ هم کوشش کوو چې په سیمه ورانکاري له مینځه یوسو.))

د مارچ پر ۲۵ نېټه پر پېښور پاړه چنار سړک د شیعیه مسلکو توری او بنګښو نژدې ۳۳ مساپران د نامالومه وسلوالو لخوا وتېښتول شوچې لا تر دې دمه نه دي خوشي شوي.
XS
SM
MD
LG