د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډار: يوه اونۍ کې ۷۹۲ پاکستانيان او ۳۰۰ ايرانيان پاکستان ته تللي دي

د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيوو چارو وزیر اسحق ډار. (انځور: ارشیف)
د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيوو چارو وزیر اسحق ډار. (انځور: ارشیف)

د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيوو چارو وزیر اسحق ډار وايي په ايران کې د روانې شخړې له امله، په يوه اونۍ کې ۷۹۲ پاکستانيان او ۳۰۰ ايرانيان پاکستان ته تللي دي.

ډار د مارچ پر درېيمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په ايران کې ۳۵۰۰۰ پاکستانيان مېشته دي او هغوی چې غواړي ووځي، لومړی یې اذربایجان او بیا پاکستان ته وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ايران اسرايلو او امريکايي پوځيانو بریدونو ته دوام ورکړی دی او واشنګټن وايي چې ګڼ پوځي مرکزونه یې له منځه وړي او ګڼ لوړپوړي ايراني چارواکي یې وژلي دي.

د امريکا د بهرنيوو چارو وزارت د مارچ پر دويمه د يوې خبرپانې له لارې، خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د منځني ختيځ له هېوادونو ووځي.

ايران په خپل ګاونډ کې پر ګڼو هغو عرب هېوادونو د ډرون او ميزايلو بریدونه کړي چې امريکايي پوځي مرکزونه پکې دي.

XS
SM
MD
LG