د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر ایرانیو ځواکونو غږ کړی چې وسله دې کېږدي

د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ارشیف انځور
د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ارشیف انځور

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر ایرانیو ځواکونو غږ کړی دی چې وسله دې کېږدي او اولس ته یې ویلي دي چې پاڅون دې وکړي.

ټرمپ د مارچ پر پینځمه په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال د ایران د پوځ، پولیسو او د اسلامي انقلابي ګارډ پر غړو غږ وکړو چې وسله دې کېږدي. هغه ایرانیو ځواکونو ته وړاندیز وکړ چې که د ایران له سخت دریځ نظام نه یې لارې بیلې کړې نو بشپړه بخښنه به ورته وشي.

هغه پر پوځ غږ وکړ چې له ولس سره دې ودرېږي څو په ایران کې له ۱۹۸۹ز کال راهیسې مسلط نظام نسکور کړل شي. هغه وویل، "همدا د ایران له خلکو سره په ننګ د ودرېدلو او د خپل هېواد د بیا ترلاسه کولو وخت دی."

ډانلډ ټرمپ وړاندې وویل که د ایران ځواکونو وسله کېښوه نو عامه بخښنه به ورته وشي کنه نو په بل صورت کې مرګ یې باوري دی.

هغه همدا رنګه په بهرنیو هېوادونو کې موظفو ایرانیو سفارتکارانو باندې هم غږ وکړو چې سیاسي پناه دې واخلي او د ایران د راتلونکي حکومت په تشکیلولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

بل پلو، ایران وايي چې د امریکا او اسراییلو حملو ته ځواب وايي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د مارچ پر پینځمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي ول چې امریکا به پر دې اقدام "سخته پښېمانه" شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر ضد د "لویو جنګي عملیاتو" د پیلولو اعلان وکړ. په تعقیب یې ایران هم د فبرورۍ پر ۲۸مه وویل چې په خليج کې یې پوځي اډې په نخښه کړي دي. د مارچ پر لومړۍ نېټه ایران د دې خبرې پخلی وکړ چې د هغوی ستر مذهبي مشر ایت ‌الله علي خامنايي د فبرورۍ پر ۲۸مه د اامریکا او اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG