د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیز لیرې کولو غوښتنه تکرار کړې

د جلال اباد ښار په څنډو کې نجونه تر شنه اسمان لاندې زده کړې زده کړې کوي - د ارشیف انځور
د جلال اباد ښار په څنډو کې نجونه تر شنه اسمان لاندې زده کړې زده کړې کوي - د ارشیف انځور

ملګرو ملتونو يو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د نجونو پر زده کړو د بندیز د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فبرورۍ پر ۱۱مه په ټوله نړۍ کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو لاس ته راوړنې لمانځل کېږي خو په افغانستان کې له نجونو څخه تر شپږم ټولګي پورته د تعليم حق اخیستل شوی دی.

د طالبانو حکومت لا د یوناما د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا ډول غوښتنې رد کړې دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې او ورپسې یې د ښځو لپاره د پوهنتونونو او لوړو زدکړو دروازې هم وتړلې.

طالبانو داراز ښځې په ناحکومتي موسسو کې له کاره منع کړې او په حکومتي ادارو کې یې هم پر کارونو یوشمېر محدودیتونه لګولي دي.

د یوناما په ګډون د ملګرو ملتونو نورو ادارو او نړیوالو سازمانونو، د بشري حقونو مدافع ډلې او افغانانو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتنه کړې چې نجونو ته دې د زدکړو اجازه ورکړي خو د طالبانو حکومت چې د دې بندیز په لومړیو کلونو کې یې د نجونو تعلیم په اړه د یوې تګلارې جوړولو خبره کوله، اوس داسې ښکاري چې یوشمېر مشران یې د نجونو پر مخ د زدکړو د دروازو له پرانیستو سره موافق نه دي.

طالبان داراز دریځ لري چې دا ټول موضوعات د افغانستان کورنۍ چارې دي چې پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG