د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمنسټي انټرنېشنل پر پاکستان غږ کړی چې د زده کوونکو سازمانونه بحال کړي

د زده کوونکيو پر اتحاديو پخواني پوځي امر جنرال ضیاوالحق بنديز لګولی وو ـ پخوانی انځور.
د زده کوونکيو پر اتحاديو پخواني پوځي امر جنرال ضیاوالحق بنديز لګولی وو ـ پخوانی انځور.

په نړۍ کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکې ادارې (اېمنسټي انټرنېشنل) پر پاکستان غږ کړی چې د زده کوونکو اتحاديو په جوړېدو لګولی بندیز ختم کړي.

اېمنسټي انټرنېشنل پر اېکس ليکلي چې پاکستان د ۱۹۸۴ کال د فرورۍ پر نهمه، هغه بندیز لګولی چې د بنیادي بشري حقونو تروړل، د خلکو د ټولېدو منع کول او د سوله ییزې مبارزې مخنیوی دی.

د هغې ادارې په خبره د زده کوونکو پر اتحادیو بندیز نه یوازې د نړيوالو بشري حقونو او قوانينو خلاف عمل دی بلکې د پاکستان له ايين سره هم په ټکر کې دی.

د پاکستان حکومت په دې اړه سمدستي څه نه دي ويلي خو د ۲۰۲۵ کال په اپريل کې سپريم کورټ وفاقي حکومت ته حکم کړی وو چې د زده کوونکو پر اتحادیو دې بندیز ليرې کړي.

خو په حکومتي ځواب کې راغلي وو چې پر هغو اتحادیو د تشدد د مخنيوي او ملي امنيټ په ګټه بندیز لګول شوی وو او اوس به یې د بحالۍ لپاره قانون سازۍ ته ضرورت وي.

په پاکستان کې په وار وار سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو، او زده کوونکو په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکو د سازمانونو بحالولو غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۳۱مه، په صوبه کې د زده کوونکو د سازمانونو د بحالولو اعلان هم کړی وو.

په خیبر پښتونخوا کې د زده کوونکو سازمانونه د سیاسي، تعلیمي، او ټولنیزو بدلونونو مهم عنصر پاتې شوي دي، خو د وخت په تېرېدو سره پرې مختلف بندیزونه لګېدلي دي.

د زده کوونکو پر سازمانونو بندیز کله لګول شوی وو؟

له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې، مسلم سټوډنټس فیډرېشن (اېم اېس اېف)، نیشنل سټوډنټس فیډرېشن (اېن اېس اېف)، اسلامي جمعیت طلبه (ای جی ټي)، او پیپلز سټوډنټس فیډرېشن (پي اېس اېف) د زده کوونکو د حقونو د دفاع لپاره مهم رول لوبولی.

دا سازمانونه نه یوازې د تعلیمي اصلاحاتو لپاره مبارزه کوله، بلکې د سیاسي نظام د بدلون لپاره یې هم مظاهرې کولې.

د ۱۹۶۸-۶۹ کلونو د زده کوونکو غورځنګ، چې د جنرال ایوب خان د واک پای ته رسولو لپاره پیل شوی و، خیبر پښتونخوا کې هم پراخ ملاتړ وموند.

د پېښور پوهنتون، اسلامیه کالج، او ګومل پوهنتون زده کوونکو د هغو مظاهرو مشري وکړه، چې د ایوب خان د رژیم د کمزوري کولو سبب شو.

په ۱۹۷۷ز کال تر پوځي کودتا وروسته، د جنرال ضیاالحق د واک پر مهال، د زده کوونکو پر ټولنو بندیز ولګول شو او بالاخره د ۱۹۸۴ز کال د فیبرورۍ پر نهمه، په رسمي ډول د زده کوونکو سازمانونه غیرقانوني اعلان شول.

له هغه را وروسته، که څه هم ځینې تنظیمونه غیر رسمي فعال پاتې شول، خو زده کوونکو ته د خپلواک سیاسي فعالیت اجازه نه وه.

په ۱۹۹۰ کلونو کې، د ځینو تنظیمونو فعالیت بېرته راژوندی شو، خو د پوهنتونونو په چاپېریال کې سیاسي فعالیتونه ډېر محدود پاتې شول.

د زده کوونکو د اتحادیو د بحالۍ لپاره غوښتنې له پخوا راهسې دوام لري، د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان په ۲۰۱۹ز کال کې د زده کوونکو د سازمانونو بحالۍ لپاره د ضابطه اخلاق جوړولو هوډ ښودلی وو.

XS
SM
MD
LG