د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې د زده کوونکيو د اتحادیو د بحالۍ غوښتنه شوې ده


پاکستان کې د زده کوونکيو پر اتحاديو پخواني پوځي امر جنرال ضیاوالحق بنديز لګولی وو.
پاکستان کې د زده کوونکيو پر اتحاديو پخواني پوځي امر جنرال ضیاوالحق بنديز لګولی وو.

په پېښور کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو غړيو تر يوې غونډې وروسته د خيبر پښتونخوا پر حکومت غږ وکړ چې په اسمبلۍ کې د يو قرارداد په راوړلو سره په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د اتحاديو (يونيېنز) بحالولو لپاره قانون جوړ کړي.

د اسلامي جمعيت طلبا په کوربتوب د نومبر پر ۱۴مه شوې دې غونډه کې د جماعت اسلامي يو مشر عنایت الله تر وينا وروسته مشال راډيو ته وويل چې پر ځوانانو بايد سياسي بندېز نه وي نو ځکه دې واکمن پاکستان تحريک انصاف په صوبايي اسمبلۍ کې د خپل اکثريت په کارولو سره يو داسې قانون راوړي چې د زده کوونکو پر اتحادیو بنديز ختم کړي.

دا بنديز په ۱۹۸۴ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرل ضياوالحق لګولی وو چې په ۱۹۹۲ز کال کې ورته سپريم کورټ قانوني شکل ورکړ. د پاکستان په اسمبليو کې په وار وار سیاستوالانو د زده کوونکو له اتحاديو څخه د بنديز پورته کولو موضوع راپورته کړې.

په سيند کې د زده کونکو د تنظيمونو د بحالۍ په منظورۍ خوشحالۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

د ۲۰۱۹ز کال د نومبر پر ۲۹مه د سټوډنټس اېکشن کمېټۍ تر چتر لاندې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې په زرګونو زده کوونکيو مظاهرې هم کړې وې.

هغوی په پوهنتونو کې د زده کوونکو د اتحاديو بحالي، د پوهنتونونو غيرپوځي کولو او په تعليمي بجټ کې ۱۰ فيصده زياتوالي ترڅنګ نورې ګڼې غوښتنې لرلې.

تر مظاهرو وروسته د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم عمران خان په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د سازمانونو د بحالۍ لپاره د ضابطه اخلاق د جوړولو هوډ ښکاره کړی وو.

عمران خان پر ټویټر لیکلي ول چې د هیواد راتلونکی مشران په پوهنتونونو کې تربیه کېږي، نو دوی به پر نړیوال کچ لوړ معیار په پام کې نیولو سره د زده کوونکو لپاره ضابطه اخلاق جوړوي، خو له دې وروسته پر دې خبره عمل ونه شو.

خو په پاکستان کې يوازې د پيپلز پارټۍ په مشرۍ د سيند حکومت په پوهنتونونو کې د زده کوونکيو له اتحادیو بنديز لیرې کړی دی. د سیند اسمبلۍ په متفقه ډول په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکیو د اتحادیو (سټوډنټس یونیېنز) د بحالۍ منظوري د روان ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۱۱مه ورکړه.

د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار محمد علي سيف هم د پېښور پوهنتون په دې غونډه کې ګډون درلود. نوموړي د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې هغه هم د زده کوونکو د اتحادیو د بحالولو ملاتړی دی او په دې لړ کې د قانون جوړولو په اړه به د خپل ګوند له مشرانو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG