د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل اپرېدی وايي مرکز دې په خیبر پښتونخوا کې د جنګونو تجربې بندې کړي

سهېل اپرېدی په پېښور کې یوې غونډې ته وینا کوي - د ارشیف انځور
سهېل اپرېدی په پېښور کې یوې غونډې ته وینا کوي - د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر وايي په یاده صوبه کې باید د جنګونو تجریې بندې شي او په قبايلي ضلعو کې دې د عملياتو او نورې پرېکړې د خلکو په خوښه وشي.

سهېل اپرېدي د فېبرورۍ پر څلورمه، د کورمې په صده کې د جنګونو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شويو خلکو په کیمپ کې د وينا په وخت وويل چې د خلکو بې کوره کول د صوبايي حکومت پرېکړه نه ده خو بیا به هم د هر بې کوره شوي کورنۍ سره مالي مرسته کوي.

هغه وویل، "بې کوري او کډوالي اسانه کار نه دی. هغوی چې د پوځي عملياتو طرفداري کوي، په دې کیمپ کې دې يوه شپه وکړي. د جرنېل زوی، د وزيراعظم زوی او د صدر زوی دې راشي، دلته دې په دې کیمپ کې شپه وکړي. موږ دا وايو چې ریاست دې نور پر موږ د بندو کمرو فیصلې نه تپي. موږ همېشه د جنګي تجربه ګاه پر شکل استعمال شوي يو."

د کورمې له بېلابېلو سیمو څخه د جنګونو او پوځي عملياتو له وجې، له ۱۰ زرو څخه ډېرې کورنۍ کډه شوې دي چې په بېلابېلو کمپونو کې مېشته دي.

دا لومړی ځل نه دی چې سهېل اپرېدي د وسلوالو پرضد د پراخو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی بلکې تر دې مخکې یې ورته څرګندونې کړې دي.

هغه تر دې مخکې ټینګار کړی وو چې حکومت یې "د هر ډول پوځي عملیاتو مخالف دی" او په صوبه کې د امنیت لپاره "د یوې کوټلې کړنلارې (حکمت عملۍ) اړتیا ده."

تیرا کې تر پوځي عملیاتو مخکې ګڼو کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

نوموړي د جنورۍ پر ۱۶مه د باړې په پیندي چینه کې د کډوالو د رجسټرېشن مرکز د دورې پر مهال ویلي ول چې په تیرا کې عملیات د ټوپک په زور ورباندې مسلط کړل شوي دي.

نوموړي هغه مهال هم خلکو ته په وینا کې ویلي چې دی به کله هم د پوځي عملیاتو حمایت ونه کړي.

تر اوسه د پاکستان پوځ د اپرېدي د تورونو په اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې دا دريځ تکرار کړی چې په قبايلي سيمو کې یې د امن لپاره د وسله والو پر ضد هدفي عمليات روان کړي او په دې ترڅ کې یې په زرګونو سرتېري قربان شوي دي.

XS
SM
MD
LG