د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ستر مذهبي د حکومت ضد وروستي لاریونونه د "کودتا" په څېر بللي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌ الله علي خامنه‌ يي خبرداری ورکړی چې که امریکا یې پر هېواد حمله وکړي نو جګړه به ټولې سیمې ته وغځېږي. (انځور: ارشیف)
د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌ الله علي خامنه‌ يي خبرداری ورکړی چې که امریکا یې پر هېواد حمله وکړي نو جګړه به ټولې سیمې ته وغځېږي. (انځور: ارشیف)

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌ الله علي خامنه‌ يي د حکومت ضد وروستي لاریونونه د "کودتا" په څېر بللي او خبرداری یې ورکړی چې که امریکا یې پر هېواد حمله وکړي نو جګړه به ټولې سیمې ته وغځېږي.

فرانس پرېس او رويټرز اژانسونو د ايران دولتي رسنيو په حواله خبر ورکړی چې خامنه يي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي "پر پولیسو، حکومتي ودانیو، د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) پر مرکزونو، بانکونو او جوماتونو حملې وکړې" او دا چې دا هر څه "د کودتا په څېر" ښکاره کېدل.

نوموړي زیاته کړې چې ایراني حکومت هغه "کودتا وځپله." ایت‌ الله علي خامنه‌ يي دا هم ویلي چې "ايرانيان بايد له امریکايي ګواښونو و نه وېرېږي."

نوموړي دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د پوځي اقدام تر تازه ګواښونو او منځني ختیځ ته یې د جنګي بېړیو د ډلې تر لېږدولو وروسته ورسره ایران "په جدي ډول خبرې" کوي.

ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۳۱مه فاکس نیوز ټېلېوېژن ته په مرکه کې وویل چې تهران ورسره "مذاکرات" کوي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د پوځي اقدام تر تازه ګواښونو او منځني ختیځ ته یې د جنګي بېړیو د ډلې تر لېږدولو وروسته ورسره ایران "په جدي ډول خبرې" کوي.

نوموړي وروسته بیا په خپله الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې تهران ته په اشاره وویل چې ورسره "جدي خبرې کوي" خو دا په سمدستي توګه روښانه نه ده چې دا خبرې به په کومو شرایطو کې وشي.

ولسمشر ټرمپ په څرګنده ډول د ایران د ټولواکه حکمرانانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۹مه ایران ته د خبرداري په توګه ویلي ول چې که هغوی "معامله" و نه کړي نو دا ځل به عمليات تر پخوا "سخت" وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې تهران په ګډون د ایران په یو شمېر ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال حکومتي ځواکونو کارروایانې کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۹مه ویلي ول چې ایران باید خپل ایټمي پروګرام ودروي او د احتجاج کونکو وژل بند کړي.

نوموړي زیاته کړې وه چې دا غوښتنې ایراني چارواکو ته رسول شوي دي.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې وې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې.

XS
SM
MD
LG