د تیرا خلک ولې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول؟
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، د خیبر په تیرا کې د وسلوالو پرضد عملیات نه کېږي او ورڅخه په یخنۍ کې د خلکو وتل "عادي" خبره ده. نوموړي دا څرګندونه د جنورۍ پر ۲۷مه پر داسې مهال وکړه چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي هم پر همغه ورځ په ویډیويي وینا کې بیا ټینګار وکړ چې خلک د پوځي عملیاتو له وجې له سیمې کډې کوي. وفاقي حکومت تر دې مخکې هم په بیان کې ویلي ول چې تیراوالو ته د مېنو پرېښودو امر پوځ یا وفاقي حکومت نه دی کړی بلکې دا هر څه د صوبايي حکومت په وینا کېږي. د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمینځ دا بحثونه پر داسې وخت روان دي چې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې تیرا څخه څه باندې ۸۰ سلنه خلکو کډې کړې دي. پوښتنه دا ده چې تیراوالو ته د مېنو پرېښودو وینا چا کړې وه؟ د ځواب لپاره یې موږ په باړه کې د مرستو د پیسو وېش په مرکز کې له کډوالو سره غږېدلي یو او دا ویډیو مو جوړه کړې ده.