د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې مظاهرو زور اخیستی او حکومت انټرنېټ سخت محدود کړی دی


ایران کې مظاهرو زور اخیستی او حکومت انټرنېټ سخت محدود کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

په داسې حال کې چې په ایران کې حکومت ضد مظاهرې ۱۳مې ورځې ته داخلې شوې دي، چارواکو پر انټرنېټ سخت محدودیتونه لګولي دي. د جنورۍ پر اتمه په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې په زرګونه خلک لارو او کوڅو ته وروتلي ول. په هغه هېواد کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او ایراني تومان د ارزښت کمېدو پر ضد مظاهرې پیل شوې چې ژر د حکومت پر وړاندې پر لاریونونو بدلې شوې. په دې اړه د مشال راډيو د ایرانۍ څانګې "راډیو فردا" او د خبرونو مرکزي څانګې له ویډيوګانو جوړ رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG