د بلوچستان حکومت په صوبه کې د ټولو سرکاري ښوونځیو لپاره د شپږو میاشتو په موده کې په هر ډول هړتال بندیز لګولی دی.
دا پرېکړه د بلوچستان د لازمي تعلیمي سروس د ۲۰۱۹م قانون لاندې شوې ده.
د پاکستان هم، ايکسپريس او ابتک ټيليويژن او خبري ادارو د دیسمبر پر ۳۱مه خبر ورکړي چې د بلوچستان حکومت دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې په صوبه کې سرکاري کارکوونکي د خپلو معاوضو د ترلاسه کولو لپاره په احتجاج بوخت دي او په ګڼو سرکاري ادارو کې یې د کار نه کولو هړتال کړی دی.
د حکومت په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې تعلیمي خدمات لازمي سروس ګرځول شوي، او د همدې قانون له مخې په ښوونیزو ادارو کې هړتال او تالابندي (د کار نه کول) غیر قانوني بلل کېږي. د اعلامیې له مخې، د عامه ګټو د خوندي کولو او د زده کړو د بهیر د نه ودرېدلو لپاره دا ګام اخیستل شوی دی.
حکومت خبرداری ورکړی چې که هر ښوونکی یا تعلیمي کارکوونکی له قانونه سرغړونه وکړي، نو پر ضد به یې قانوني کارروايي کېږي. د بلوچستان سرکاري ښوونځيو استادانو اتحاديي د حکومتي پريکړې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.