د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عرب اماراتو له يمن څخه د پوځ د اېستلو اعلان کړی


د يمن مکلا بندر چې د سعودي په مشرۍ اتحادي ځواکونو بمبار کړې
د يمن مکلا بندر چې د سعودي په مشرۍ اتحادي ځواکونو بمبار کړې

متحده عربي اماراتو د سعودي عرب تر خبرداري وروسته اعلان کړی چې له يمن څخه خپل پوځ وباسي.

رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو د خبر له مخې سعودي عرب د دیسمبر پر ۳۰مه، د يمن په مکلا په بندر کې د اماراتو پر یوې کښتۍ هوايي برید وکړ او ادعا یې وکړه چې هغې کښتۍ د جنوبي انتقالي شورا (اېس ټي سي) لپاره له اماراتو وسلې لېږدولې. متحده عرب امارات دا نه مني او په يوه خبرپاڼه کې یې ويلي چې په هغه کښتۍ کې وسلې نه وي.

متحده عرب امارات د يمن په شخړه کې د هغې وسله والې ډلې ملاتړی دی خو سعودي عرب هغه ډله د خپل ملي امنيت لپاره ګواښ بولي. د سیمې بل هېواد، ايران د شيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي چې دا مهال په يمن واکمن دي.

د سعودي عرب د بهرنيوو او دفاع چارو وزارتونو سربیره، د حوثي ياغيانو په خلاف جوړ شوي اتحاد د دیسمبر پر ۳۰مه، په اعلاميو کې اماراتو ته خبرداری ورکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې دې له يمن څخه خپل پوځيان وباسي. د متحده عرب اماراتو د بهرنيوو چارو وزارت همغه ورځ په یوه خبرپاڼه کې د همداسې کولو اعلان وکړ خو زیاته یې کړه چې هېڅکله یې په يمن کې د سعودي ملي ګټې نه دي ګواښلي.

د سعودي او اماراتو کړکيچ هغه وخت زیات شو چې اېس ټي سي ځواکونو د يمن حضرموت او المهره پر لور پرمختګ وکړ.

سعودي عرب او متحده عرب امارات په ۲۰۱۵ کال کې د يمن حوثي ياغيانو په خلاف په اتحاد کې شامل او يمن ته يې پوځيان ولېږل. سعودي عرب د يمن د پرځېدلي حکومت چې نړۍ یې په رسميت پېژني، ملاتړ کوي. خو متحده عرب امارات د جنوبي انتقالي شورا په نامه هغې ډلې سره ملګرتيا پالي چې غواړي د يمن جنوبي سيمې بېلې کړي.

XS
SM
MD
LG