د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامې جرګه له حکومته د امنیت ساتلو او د ولسي ځمکو د نه نیولو غوښتنه کړې


Prague: (November 13, 2023) Jirga in Swat has rejected the imposition of taxes in Malakand Division.
Prague: (November 13, 2023) Jirga in Swat has rejected the imposition of taxes in Malakand Division.

دا جرګه د نومبر پر ۱۲مه د مېنګورې په پريس کلب کې وشوه چې پکې د ملاکنډ د نهو ضلعو څه د پاسه ۲۵۰ قامي او سياسي مشرانو ګډون وکړ.

سوات قامي جرګې له حکومته غوښتي چې د ټول ملاکنډ ډويژن امنيت وساتي، د سيمې له خلکو د ماليو اخيستو او د ځمکو په "زوره د نيولو" له چارو دې لاس واخلي.

دا جرګه د نومبر پر ۱۲مه د مېنګورې په پريس کلب کې وشوه چې پکې د ملاکنډ د نهو ضلعو څه د پاسه ۲۵۰ قامي او سياسي مشرانو ګډون وکړ.

د جرګې يو مشر مختيار يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې حکومت پرځای د دې چې د سيمې د ؛خلکو ځمکې ونيسي؛، د هغوی د امنيت غم بايد وخوري.

په جرګه کې سياسي او مدني فعالانو ګډون وکړ
په جرګه کې سياسي او مدني فعالانو ګډون وکړ

د سوات ځمکې د دې سيمې د خلکو ملکيت دی. دا نه پوځ او نه هم کومې بلې ادارې ته ورکوو. نن د خيبرپښتونخوا د يوشمېر نورو سيمو په څېر په بونېر او سوات کې هم ترهګر وخت په وخت سر پورته کوي. رياست ته وايو چې خلکو ته د سر، مال او عزت تحفظ ورکړي.”

جرګې په پای کې يو پرېکړه ليک منظور کړ چې ویاند خورشيد کاکاجي ګډونوالو ته واراوه. په دې کې غوښتنه شوې چې د پاکستان واکمن دې د هېواد د ايين او قانون سره په ټکر کې فیصلې او تګلارې نه عملي کوي.

هغه زیاته کړه چې جرګه غوښتنه کوي چې د سوات ايکسپرېس فېز دویم دې د زرعي او کلیو او باغونو څخه د تېرولو پر ځای د سوات سيند پر غاړه تېره کړل شي.

جرګې دا غوښتنه هم وکړه چې ځايي انتظامیه دې د قانون څلورمه ماده نه عملي کوي چې تر مخې يې د خلکو شخصي مځکې سرکاري ګرځول کېږي.

د پاکستان نګران حکومت د سوات دغې جرګې ته سمدستي غبرګون نه دی ښوولی خو البته د پاکستان پوځ وايي چې په سيمه کې يې د امنیت لپاره نوې پوستې جوړې کړې دي.

تر دې وړاندې د سوات ضلعې انتظاميې او صوبايي حکومت چارواکيو ويلي ول چې په سوات کې د سيلګرۍ پر مختګ لپاره له چکدرې تر فتح پوره پورې ۸۰ کيلوميټره موټروې جوړي. همداراز د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې لاندې له بشام څخه تر خوازه خېلې پورې ۶۵ کيلوميټره سړک جوړيږي. دوی زیاته کړې وه چې په دې اړه یې د سوات قامي جرګې او نورو خلکو سره تر سلا مشورو وروسته د مسايلو د حل لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

تردې له مخه هم حکومت د ماليو لګولو اعلان کړی وو خو تر احتجاجونو وروسته د ولسمشر له حکم سره سم دا ګام د ۲۰۲۴ز کال تر جون میاشتې پورې وځنډول شو.

سوات قامي جرګې تر دې مخکې هم څو واره په خپلو غونډو کې د امنيت د ټينګښت ترڅنګ په سيمه کې د لويو سړکونو جوړولو لپاره د خلکو د کرکيلې ځمکو د نه نيولو په څېر غوښتنې کړې دي. تېر دوبی د ملاکنډ په بېلا بېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښو پرضد ولسي پاڅونونه هم شوي ول.

XS
SM
MD
LG