په چمن او سپین بولدک کې د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمینځ ډزې شوې دي
پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تاییدوي چې د ځواکونو ترمینځ یې یو وارې بیا ډزې تبادله شوې دي. تازه نښتې د ډېسېمبر پر پینځمه ناوخته په چمن او سپین بولدک کې شوې دي. د پاکستان د وزیراعظم ویاند مشرف زیدي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر پینځمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) پر مقابل لوري د ډزو د پیلولو تور پورې کړی دی. مشال راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې ډزې لومړی چا پیل کړلې؟ په دغو ډزو کې د افغانستان غاړې ته د تلفاتو په اړه دم ګړۍ ته معلومات نه دي ورکړل شوي خو پاکستاني لوري ویلي دي چې په ډزو کې د هغوی درې ولسي کسان ژوبل شوي دي. نور حال د فرانسې خبري اژانس له وېډیو په جوړ راپور کې.