د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان څانګې پخوانی مشر او د ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ارباب عبدالظاهر کاسی د ۷۸ کلونو په عمر کې ومړ.
د نوموړي مشر زوی او د پاکستان په سېنېټ کې د عوامي نيشنل ګوند استازي سېنېټر ارباب عمر فاروق کاسي د جون پر ۲۰مه مشال راډيو ته ويلي چې پلار يې له څه مودې راهيسې د سرطان (کينسر) په ناروغۍ اخته وو چې د جون پر ۱۹مه په کوټه کې ومړ.
د ارباب عبدالظاهر کاسي پلار ارباب عبدالقادر کاسی د خدايي خدمتګار تحريک د مشر خان عبدالغفار خان، چې د باچا خان په نوم پېژندل کېږي، ملګری وو.
ارباب ظاهر کاسی په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د زده کوونکو سازمان "پښتون سټوډنټس فېډرېشن" له لارې له عوامي نيشنل ګوند سره ملګرتيا پيل کړه.
وروسته د کوټې پر خدايداد سړک د هغه کور "ارباب هاوس" د سياست يو مرکز وګرځېد او د باچا خان او عبدالولي خان په ګډون به د عوامي نيشنل ګوند مشران په کوټه کې د هغه په کور کې اوسېدل او هلته به يې خپلې غونډې کولې.
ظاهر کاسی نه يوازې د پوځي امريت پر ضد څو ځلې زندان ته اچول شوی وو.
په ۲۰۱۳ز کال کې هغه وسلوالو له کوټې وتښتاوه او بیا یې د شمالي وزیرستان په میرامشا کې طالبانو ته وسپاره.
نوموړي شاوخوا ۱۱ میاشتې د وسلوالو په بند کې تېرې کړې.
کاسي تر خوشې کېدو وروسته په "جمهوري غږونه" خپرونه کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د وسلوالو په بند کې په رواني (نفسیاتي) او بدني ډول ځورول شوی وو.