پولیس وايي د بلوچستان په پښتون مېشته چمن ضلع کې د وسلوالو په برید کې د ملېشه ځواک درې سرتېري ټپي شوي دي.
د چمن د یوې تاڼې مشر عبدالله د جون ۱۶مې پر سهار مشال راډیو ته وویل چې سرتېري د جون پر ۱۵مه په ساده جامو کې د افغانستان پولې ته څېرمه د روغانیو سیمې پر لوري روان ول چې وسلوالو ورباندې د عربیانو له هدیرې سره نېږدې ډزې وکړې.
دی وايي چې وسلوال تر برید وروسته وتښتېدل.
عبدالله زیاتوي چې د چمن په سېول روغتون کې د ژوبلو سرتېرو درملنه روانه ده.
د ملېشه ځواک پر سرتېرو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
چارواکي وايي چې تر حملې وروسته ګڼ سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل او پلټنې او د وسلوالو لټون یې پیل کړ.