د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران هوايي شرکت کابل ته الوتنې پيل کړې دي


د ايران هوايي شرکت يوه الوتکه پر هوايي ډګر د الوت لپاره چمتووالی نيسي ـ پخوانی انځور
د ايران هوايي شرکت يوه الوتکه پر هوايي ډګر د الوت لپاره چمتووالی نيسي ـ پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د ایران هوايي شرکت د جون پر ۱۲مه د څو کلونو تر ځنډ وروسته کابل ته الوتنې پیل کړې دي.

د وزارت له خبرپاڼې سره سم، د ایران هوايي شرکت "ایران اېیر" به کابل ته په اونۍ کې یوه الوتنه کوي.

خبرپاڼه زياتوي، دوه افغان هوايي شرکتونه، اریانا افغان هوايي شرکت او کام اېیر به هم ایران ته الوتنې کوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د جمهوري حکومت تر نسکورېدو وروسته ډېريو نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته پروازونه وځنډول. خو سږ کال یوشمېر هوايي شرکتونو خپل فعالیت بیا پیل کړی دی.

په وروستيو کې د ترکیې هوايي شرکت "ترکش اېیرلاینز" هم د دوه نيمو کلونو تر ځنډ وروسته، د مې پر ۲۱مه کابل ته خپل پروازونه بیا پيل کړل.

هغه شرکت په اونۍ کې څلور ځله کابل ته پروازونه کوي او له هغه ځايه بېرته استنبول ته مساپر لېږدوي.

XS
SM
MD
LG