د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې هوايي شرکت کابل ته پروازنه پيل کړل


د ترکش اېرلاينز يوه الوتکه د استنبول له هوايي‌ ډګره الوځي - انځور له ارشیفه
د ترکش اېرلاينز يوه الوتکه د استنبول له هوايي‌ ډګره الوځي - انځور له ارشیفه

د ترکیې هوايي شرکت "ترکش اېرلاینز" له دوه نيمو کلونو ځنډو وروسته، د مې پر ۲۱مه کابل ته خپل پروازونه بیا پيل کړل.

په کابل کې د ترکیې سفارت افغانستان ته د پروازونو د پيلولو په اړه پر اېکس (پخواني ټويټر) په پښتو ژبه ليکل کړي او د خوښۍ ښوولو تر څنګ یې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د ترکيې د هوايي شرکت د الوتکو انځورونو خپاره کړي دي.

د ترکيې د هوايي شرکت الوتکې به په اونۍ کې څلور ځله کابل ته پروازونه کوي او له هغه ځايه به استنبول ته مساپر رسوي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو لخوا په زور د کابل تر نيولو وروسته، ټولو بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپل پروازونه وځنډول.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت هم په يوه خبرپاڼه کې د ترکش ایرلاینز د الوتنو پر بیا پيليدا خوښې ښوولې ده.

وزارت ويلي دي چې دا به هغو کسانو ته اسانتیا رامينځته کړي چې د ترکیې له لارې اروپا او نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG