د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند حکومت د دیني مدرسو په اړه د پلټنو پرېکړه کړې ده


د کراچۍ د یوې دینې مدرسې زده کوونکي‌ د ازموینو پر مهال. (انځور: ارشیف)
د کراچۍ د یوې دینې مدرسې زده کوونکي‌ د ازموینو پر مهال. (انځور: ارشیف)

د سيند حکومت په ديني مدرسو کې د بهرنيو زده کوونکو، د مدرسو د رجسټریشن، مالي‌ سرچینو او د دې مدرسو د مشرتابه په اړه د پلټنو پرېکړه کړې ده.

د سيند د کورنيو چارو وزارات د پولیسو مشر اې جي او نورو امنتي ادارو ته د جون پز ۶مه يو ليک استولی دی چې په سيند کې د ديني مدرسو بشپړه معلومات راغونډ کړي.

په ياد لیک کې دا هم ويل شوي دي چې په ديني مدرسو کې هغه بهرنې زده کوونکي دې وشړل شي چې غيرقانونه يا بې اسنادو دي.

د سيند حکومت وايي د ديني مدرسو د ټول ریکارډ پلټلو پريکړه يې ځکه کړې ده چې د ځینو مدرسو ځینې استادان او زده کوونکي د وسله والو ډلو ملګرتيا کوي او په ځیني بريدونو کې د مدرسو کسان هم ککړ دي.

د سيند د اطلاعاتو وزير شير جيل انعام ميمن د جون پر ۱۰ مه په کراچۍ کې د خبري غونډې پرمهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، " د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پر ۱۸مه د کراچۍ پوليسو پر مرکزي دفتر وسله وال بريد کې د کراچۍ د يوې ديني مدرسې استاد هم ککړو، اوهغه له ترهګرۍ ضد پولیسو سره په يو مقابله کې وژل شوی دی."

د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پر ١٧مه د کراچۍ پوليسو پر مرکزي دفتر درې وسله والو بريد کړی وو چې پنځه پوليس او دوه رينجرز پکې وژل شوي او ٢٣ نور ټپي شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د هغه برید زمواري منلې وه.


شر جيل انعام ميمن زياته کړې چې د بي اسنادو بهرنيو د اېستلو لپاره يې عمليات روان دي او دوی ته ځیني معلومات داسي ترلاسه شوي دي چې بهرينان په مدرسو کې په غيرقانونه توګه ميشت دي.

په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید چا وکړ؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00


بلخوا د سيند حکومت د دې پريکړې په اړه د دیني مدرسو یوې ادارې وفاق المدارس وياند طلحه رحماني د جون پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې ټولې مدرسې رجسټرډ دي او له بهر هيوادونو راغلي ټول زده کوونکي په قانوني توګه په ویزو ورغلي‌ دي.

دی وايي که دوی د ديني مدرسو په اړه پلټنې کوي نو اډټ رپورټ هم کتلاي شي هغه ځکه چې د ده په وینا، له دوی سره د هرې مدرسې اډت یا د مالي چارو په اړه پوره حساب کتاب کېږي.

ده وویل. "مدرسې د پاکستان وګړي چلوي د بهرهيوادونو وګړي يې چلونکي نه دي ، د قانون لاندي د مدرسو په اړه د سيند حکومت کوم ګامونه اخلي نو موږ دې خبر کړي او په دې ترڅ کې د مدرسو مشرانو ، د ديني علماوو يا زده کوونکو ځورول په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي."
نوموړي‌ دا هم وویل چې د سيند حکومت د دې پريکړې په اړه له وفاق المدارس سره هيڅ رابطه نه ده کړې.


طلحه رحماني زياته کړه چې اوس هم د ګڼ شمېر مدرسو د بېنک اکاونټونه بند دي‌ اود پاکستان تحريک انصاف تېر حکومت او د مسلم لیګ نون او اتحادیانو اوسني حکومت ورسره وار په وار د يادو اکاونټونو خلاصولو وعدې کړې وې خو لا هم عملي شوي نه دي.

په کراچۍ کې خبريال نعمت خان بيا وايي په سيند کې ديني مدرسو په اړه بشپړه معلومات راغونډولو پريکړه د سيند ايپکس کميټۍ په تيره غونډه کې شوې وه چې اوس پرې حکومت کار پيلوي.

په پاکستان کې په تېرو وختونو کې هم د حکومتونو لخوا د سختدريځۍ او ترهګرۍ مخنيوي لپاره د ديني مدرسو په نصاب کې د بدلون او اصلاحات وړاندېزونه شوي وو خو تر اوسه بشپړه توګه عملي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG