د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونیسف وايي په بلوچستان کې د تعلیم کچه ډېره لوېدلې ده


د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې زده کونکي درس ته تیاری کوي ـ پخوانی انځور.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې زده کونکي درس ته تیاری کوي ـ پخوانی انځور.

بلوچستان حکومت د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره مرسته کوونکی صندوق (یونیسف) په مرسته سروې کړې چې په کې څرګنده شوې ده چې په صوبه کې د تعلیم کچه په ناسم حالت کې ده.

د جون پر اتمه، په کوټه کې د دې سروې په اړه یو سمینار و شو چې پکې د تعلیم کارپوهانو ګډون وکړ. هغوی وویل چې د زده کوونکو د تعلیم کچه د توقع څخه ډېره کمه ده.

په سروې کې د دویم او شپږم ټولګي د ۱۰،۰۰۰ څخه زیات شاګردانو او استادانو څخه د اردو، ریاضي او ساینس په اړه پوښتنې شوې وې.

سمینار ته په وینا کې د نوشکي ضلع د تعلیم د ادارې مشرې فاطمه منور د تعلیم د ټیټې کچې په اړه اندیښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې په صوبه کې د تعلیم کچه پر ۲۶ سلنه درېدلې ده.

د یونیسف د راپور له مخې، په ټول پاکستان کې ۲۲.۸ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې له ۵ څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي، ښوونځیو ته نه ځي. دا شمېره د دې عمر ګروپ د ټول نفوس ۴۴ سلنه جوړوي.

د رپورټ ترمخه په بلوچستان کې د نجونو لپاره وضعیت لا خراب دی، چېرته چې ۷۸ سلنه نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

په سمینار کې د بلوچستان تعلیم وزیرې راحیله درانۍ د سروې پایلو ته خواشیني څرګنده کړه او په صوبه کې د تعلیم د کچې د لوړېدو لپاره یې د ځانګړو ګامونو پورته کولو پخلی وکړ.

د صوبایي حکومت په وینا، په بلوچستان کې نېږدې ۱۵،۰۰۰ ښوونځي شته چې ۵۸ زره استادان دي. په دې کې ۶،۰۰۰ داسې ښوونځي دي چې یوازې یو استاد ماشومانو ته زده کړې ورکوي.

د سمینار وینا والو وویل چې د بلوچستان حکومت او یونیسف د تعلیم په اړه په داسې پروژه کې ګډ کار کړی دی ترڅو د تعلیم وضعیت ښه کړي او د ماشومانو د زده کړې لپاره غوره شرایط برابر کړي. د یونیسف په مرسته، حکومت پلان لري چې د ښوونکو روزنه، د ښوونځیو د جوړښت ښه کول او د تعلیمي موادو برابرول په ګډون بیلابیل ګامونه پورته کړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG