د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د يو ځوان په ډزو ويشتل شوی مړی موندل شوی


شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ له يوې پېښې وروسته امنيتي ځواکونه ګزمه کوي ــ انځور له ارشيفه
شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ له يوې پېښې وروسته امنيتي ځواکونه ګزمه کوي ــ انځور له ارشيفه

د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې د يو ځوان په ډزو ويشتل شوی مړی موندل شوی دی.

د میرامشا پولیس ټانې یو چارواکي او ځايي اوسېدونکو نن (د جون پر شپږمه) مشال راډيو ته وويل چې ناپېژندليو وسلوالو د جون پر درېيمه زاهد نومي ځوان تښتولی وو چې د جون پر پينځمه يې په خدرخېل درې واسطې سیمه کې مړې وموندل شو.

تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې. بلخوا پوليسو د نامعلومه وسلوالو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.

په دا وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه زیات شوي دي.

په هغه سيمه کې روان ۲۰۲۴ز کال کې تر دې دمه ۲۷ هدفي بریدونه شوي چې يوشمېر ځايي مشران، ځوانان او مدني او سياسي فعالان پکې وژل شوي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو ۴۴ پیښې شوې وې چې تر ۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG