د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: پر روسیې به د ډرون الوتکو بريدونو ته دوام ورکوو


د اوکراين ولسمشر وولودومير زېلېنسکي د وينا پر مهال. پخوانی انځور
د اوکراين ولسمشر وولودومير زېلېنسکي د وينا پر مهال. پخوانی انځور

د اوکراین ولسمشر وايي، د هیواد پوځ به يې د روسیې د بېخبينا خرابولو لپاره د اوږد واټن ډرون الوتکو کارولو ته دوام ورکوي.

وولودومیر زېلېنسکي د جون پر څلورمه خپل ځواکونه وستایل چې د جنګ په ډګر کې د نېږدې او لرې واټن ویشتونکې ډرون الوتکې کاروي.

نوموړي د شپې مهال وینا کې وویل "دا خبره په اثبات رسېدلې ده، په ځانګړي توګه د اوکراین پوځیانو ته چې بې پیلوټه الوتکې ګټورې دي او د نوښتونو په بیا ترلاسه کولو کې مرسته کوي."

هغه زیاته کړه چې د لرې واټن ویشتونکو ډرون الوتکو بریدونو د هغه په وینا، د یو "ترهګر هیواد" د داخلي ځواک په کمولو کې د اوکراین وړتیا په اثبات رسولې ده. زېلېنسکي وويل چې د ډرون الوتکو کارول باید دوام ولري او ژمنه یې وکړه چې تولید او پېرېدل به يې زیات شي.

د اوکراین ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې روسیې د جون پر څلورمه سهار وختي د اوکراین په جنوب ختیځ ښار دنیپرو سيمه کې د توغندیو په برید کې یو شمېر کسان ژوبل کړي ول.

د دې سيمې ځايي ګورنر سیرهي لیزاک پر ټېلېګرام لیکلي چې د روسيې لخوا د توغنديو په برید کې ګڼ کسان ژوبل شوي دی. نوموړی وايي، د اوکراین د هوايي ځواک لخوا دوه توغندي تباه کړل شول خو د ملبې د غورځېدو له وجې اور ولګېد.

د ده په خبره، په دغه پېښه کې یو میاشتنی هلک، یو بل ۱۷ کلن ځوان، یو ۶۸ کلن سړی او درې مېرمنې، چې عمرونه یې په ترتیب سره ۳۲، ۳۶ او ۵۶ ول، ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG