د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنکسي پر متحدينو د هوايي دفاع نظام د ورکولو غږ کړی دی


ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي (کیڼ لوري ته) له خپل لېتوانیايي سیال ګېتاناس نوسېدا سره د خبرو پر مهال.
ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي (کیڼ لوري ته) له خپل لېتوانیايي سیال ګېتاناس نوسېدا سره د خبرو پر مهال.

ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي یو وار بیا د اوکراین له متحدینو غوښتي دي چې په جګړه کې ښکېل هغه هېواد ته دې د روسیې د "ناوړه" بریدونو پر وړاندې هوايي دفاعي نظام ورکړي.

د روسيې له خوا د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د وروستیو حملو له کبله د هغه هېواد لکونه وګړي له برېښنا بې برخې شوي دي.

زېلېنسکي د اپرېل پر ۱۱مه د درو سمندرګیو نوښت په نوم د ټولنې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د لېتوانیا پلازمېنې وېلنییس ته تر رسېدو وروسته وویل، د ټولنې د نورو ۱۲ غړو هېوادونو له مشرانو سره ګوري چې ورڅخه د روسیې د شدیدو بریدونو د مخنیوي لپاره مرستې وغواړي.

زېلېنسکي پر اېکس پاڼه، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، لیکلي چې دا مهال یې ټولې هڅې د "روسيې د ترهې" پر وړاندې د هوايي دفاعي نظام پر پیاوړتیا، د ځواکونو د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو او د نړیوال ملاتړ پر قوي کولو متمرکزې دي.

نوموړي تر دې وړاندې ويلي ول چې روسیه یې پر هېواد د ډرون الوتکو او توغندیو په لسګونو حملې کوي چې د مخنيوي لپاره يې د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام کافي نه دی.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG