د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وایي د اوږد واټن پرواز کوونکې ډرون الوتکې جوړوي


په بخموت کې اوکراینی سرتېری ډرون الوتکه الوځوي ـ پخوانی انځور.
په بخموت کې اوکراینی سرتېری ډرون الوتکه الوځوي ـ پخوانی انځور.

د اوکراین د برېښنايي او کمپیوټري چارو وزیر وايي، هېواد به یې په ۲۰۲۴ز کال کې په زرګونه داسې اوږد واټن ویشتونکې بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي چې د روسیې په لیرې ځایونو کې به د بریدونو وړتیا ولري.

میخایلو فېدوروف ویلي چې وار له مخه ۱۰ کمپنۍ (شرکتونه) دا ډول ډرونونه جوړوي چې تر مسکو او سېنټ پیټرزبرګ پورې رسېدلی شي.

نوموړي دا خبرې په کییف کې کړي چې پکې یې د جنګ په وخت کې د بې پيلوټه الوتکو د صنعت په اړه معلومات په ډاګه شوي دي.

فېدوروف دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې په وروستیو کې اوکراین د روسیې د تېلو پر بېخبنا ډرون بریدونه پیل کړي دي.

نوموړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا ډرونونه له ۳۰۰ څخه تر ۱،۰۰۰ کېلومیټرو واټن پورې هدف ویشتلی شي او دا ډول ډرونونه دوه کاله وړاندی له اوکراین سره نه ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG