د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې ۱ پوليس سرتېری وژل شوی دی


په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر پوليس سرتېرو بريدونه شوي او هغوی پکې وژل شوي دي ـ انځور له ارشيفه
په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر پوليس سرتېرو بريدونه شوي او هغوی پکې وژل شوي دي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د باجوړ په عنایت کلا بازار کې ناپېژندليو وسلوالو يو پوليس سرتېری وژلی دی.

د باجوړ د پولیسو وياند محمد اسرار مشال راډیو ته ويلي چې نن سهار (د جون پر پينځمه) ولي خان نومي پوليس سرتېری په عنایت کلا لوی بازار کې خپله دنده تر سره کوله چې ناپېژندليو وسلوالو ډزې ورباندې وکړې او هغه يې وواژه.

نوموړي زياته کړه چې پوليس د پېښې ځای ته ورغلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

تر اوسه د دغه بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

باجوړ کې له اوږدې مودې راهيسې د هدفي وژنو او بمي چاودنو لړۍ روانه ده چې ګڼ قبايلي مشران، سياستوال او پوليس سرتېري پکې په نخښه شوي دي.

د باچوړ په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG