د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن په غزه کې د اوربند په اړه له اسرایيلي چارواکو سره غږېدلی دی


په غزه کې د تېر کال اکتوبر راهسې جګړه روانه ده ـ د ۲۰۲۴ز کال د مې اوومې انځور.
په غزه کې د تېر کال اکتوبر راهسې جګړه روانه ده ـ د ۲۰۲۴ز کال د مې اوومې انځور.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر اينتوني بلېنکن په غزه کې د اوربند په اړه د اسرایيل له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت د جون پر دويمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې بلېنکن د اسرايیل د دفاع وزیر یاو ګلانټ او د جګړې د کابینې وزیر بيني ګرانټز سره په ټيليفون د جنګ بندۍ په وړانديز بحث وکړ.

د خبرپاڼې ترمخه، بلېنکن د امريکايي ولسمشر جو بايډن لخوا د رامخته شوي وړاندیز لپاره اسراييل ستایلی او ويلي یې دي چې حماس یې بايد ژر تر ژره ومني. حماس د امريکې او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې ده.

ولسمشر جوبایډن د مې پر ۳۱مه پر اسراييلو او حماس ټينګار کړی وو چې د اوږدمهاله اوربند او د پاتې یرغمل شویو خوشې کولو لپاره تړون وکړي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۶،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG