د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بایډن: حماس نور پر اسراییلو د لوی برید توان نه لري‌


ولسمشر جوبایډن د مې پر ۳۱مه پر اسراييلو او حماس ټينګار وکړ چې د اوږدمهاله اوربند او د پاتې یرغمل شویو خوشې کولو لپاره تړون وکړي.
ولسمشر جوبایډن د مې پر ۳۱مه پر اسراييلو او حماس ټينګار وکړ چې د اوږدمهاله اوربند او د پاتې یرغمل شویو خوشې کولو لپاره تړون وکړي.

د امريکا ولسمشر جوبایډن وايي، حماس وسله واله ډله نور د دې توان نه لري چې پر اسراییلو یو بل لوی برید وکړي.

ولسمشر جوبایډن د مې پر ۳۱مه پر اسراييلو او حماس ټينګار وکړ چې د اوږدمهاله اوربند او د پاتې یرغمل شویو خوشې کولو لپاره تړون وکړي.

بایډن د دريو پړاونو معاملې ته په اشارې سره چې اسراییلي چارواکو حماس ته وړاندیز کړی دی وويل چې دا په ریښتیا یوه پریکړه کونکې شیبه ده.

ولسمشربایډن زياته کړه، "اسرائیلو خپل وړاندیز کړی دی. حماس وايي اوربند غواړي. دا تړون یو فرصت دی چې ثابت کړي چې ایا دوی لپاره واقعیا معنی لري."

دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې د غزې په تړانګه کې له هغه وروسته جګړه روانه ده چې حماس پر اسراییلو برید کړی وو.

امریکا او اروپايي ټولنې حماس یو ترهګره ډله ګرځولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG