د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو پر رفح د ټانکونو او توپونو حمله کړې ده


د مې پر ۳۱مه پر رفح د اسراییل تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګي پورته کېږي.
د مې پر ۳۱مه پر رفح د اسراییل تر بمبارۍ وروسته له سیمې لوګي پورته کېږي.

اسراییلو د غزې تړانګې پر جنوبي ښار رفح د ټانکونو او توپونو حمله کړې ده.

اسراییلیو ځواکونو دا برید د جون پر لومړۍ تر هغې څو ساعته وروسته وکړ چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، اسراییل د مکملې ډزبندۍ لپاره نوې نقشه وړاندې کړې ده.

خو د ولسمشر بایډن تر اعلان لږ وروسته د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار وکړ چې هېواد یې د هدفونو ترلاسه کولو پورې جګړې ته دوام ورکړي.

ده وویل چې د جګړې پای ته رسولو لپاره د اسراییلو شرطونه نه دي بدل شوي.

د ده په وینا، په دې کې د حماس ډلې، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره بولي، پوځي او د حکومتدارۍ وړتیاوې ختمول او د ټولو یرغمل شویو ازادول شامل دي.

حماس ویلي چې دوی د ولسمشر جو بایډن له خوا وړاندې شوي اسراییلي پلان ته په مثبت نظر ګوري.

په رفح کې د جګړې له امله تر یو مېلیون زیات فلسطینیان تېښتې ته اړ شول، چې ډېری یې د اسراییلو او حماس ترمینځ په جګړو کې له وړاندی بې ځایه شوي ول.

ملګري ملتونه وايي، چې هغه فلسطینیان اوس مجبوره دي چې په داسې کیمپونو او او نورو جنګ ځپلو سیمو کې پناه واخلي چې پکې د سرپناه، خوراک او اوبو په ګډون د ژوندي پاتې کېدو لپاره نور اړین توکي نه شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG